پنډۍ ۔ 16 دسمبر(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د 15 خطرناك ترهګرو د مرګ سزا توثيق كړې ده۔ د آئي اېس پي آر لخوا د اتوار په ورځ د جاري كړې شوي پرېس ريليز ترمخه دا ترهګر په سنګينو وارداتونو كښې ككړ وو په كومو كښې چې د پاكستان په وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كوؤنكو ادارو بريدونه ٬ پېښور ته نزدې كرسچن كالونۍ كښې ځانمرګې بريدونه ٬ تعليمي ادارې تباه كولو او د بې ګناه وګړو وژلو په ډول سنګين وارداتونه شامل دي۔ دد??ئي د ترهګرۍ كارروايو په نتيجه كښې په مجموعي توګه 34 كسان وژلي شوي په كومو كښې چې دوسله والورځواكونو 21 اهلكارو ٬ د اېف سي 9 او ددوه پوليس اهلكارو په شمول دوه عام وګړي هم شامل دي۔ دغسې 19 كسان نور ژوبل كړې شوي دي۔ سزا موندونكو ترهګرو سره چاؤدېدونكي توكي او لوئې مق??ار وسله نيولې شوې ده۔ د??ئي ترهګر كالعدم تنظيم سره تعلق لري۔ د د??ئي مقدمې په پوځي عدالتونو كښی واورېدلې شوې۔ د??ئي د ټرائل په مهال خپلو بيانونو كښې د جوډیشل مجسټ??ېټ وړاندې د ترهګرۍ پېښو كښې د ككړ كېدو اعتراف كړې وو۔ د??ئي سره سره نور 20 تورونو ته د زندان سزا اورولې شوې ده۔ كوم كسان چې سزا شوي دي د هغوي نامې دا دي حمید الرحمان ولد معظم اللھ ٬ سید علی ولد منور خان ٬ ابرار ولد عبدالرحیم ٬ فدا حسین ولد محمد حسین، رضا اللھ ولد اکرام اللھ، رحیم اللھ ولد فتح خان، عمرزاده ولد بشار، امجد علی ولد محمد آجان، عبدالرحمن ولد عبدالوھاب، غلام رحیم ولد منجرا خان، محمد خان ولد غلام حیدر اور رحیم اللھ ولد نورانی ګل، رشید اقبال ولد حمید اقبال، محمد غفار ولد قاری محمد ظریف او رحمان علی ولد محمد عزیز۔ د د??ئي قبضې څخه لوئې مق??ار كښی وسله او چاودېدونكي توكي برآمد شوي وو او د??ئي د ټرائل په مهال خپلو بيانونو ك??ی د جوډيشل مجسټ??ېټ په وړاندې د خپلو جرمونو اعتراف هم كړې وو۔