پنډۍ ۔ 16 دسمبر (اے پی پی) آئي اېس پي آر د اتوار په ورځ د ملټري كورټس له جوړېدو وروستو دې عدالت??نو ته په لېږلې شويو مقدمو د كارروائۍ تفصيلات جاري كړې دي۔ د آئی اېس پی آر ترمخه وفاقي حكومت د پوځي عدالت??نو له جوړېدو وروستو د 717 ترهګرو تورنو كېسونه ملټري كورټس ته ليږلي وو په كومو كښې چې پوځي عدالت??نو د 546 كېس??نو اورېدنه بشپړ كولو سره ددې په اړه پرېكړې جاري كړې دي۔ په دې 546 مقدمو كښې 310 ترهګرو ته د مرګ سزا او 234 ته د ټول عمري زندان سزا په شم??ل د لږې تر لږې 5 كالو سزا سره سره د بېلو وخت??نو زندان خوړلو سزا اورولې شوې ده۔ دوه ملزمان بري كړې شوي دي۔ كومو 310 ترهګرو ته چې د مرګ سزا اورولې شوې وه په دوئي كښې 56 ترهګرو ته پوځي عدالت??نو سره سره د نورو عدالت??نو څخه قانوني كارروائۍ كولو نه وروستو د مرګ سزا وركړې شوې ده۔ د پوځي عدالت??نو د پرېكړو په اعلی سول عدالت??نو كښې د اپيل??نو او د اولس مشر او د پاك پوځ سرلښكر لخوا ددوئي د رحم اپيل??نو خارج كولو څخه وروستو ددوئي د مرګ په سزا عملدرآمد شوې دې۔ د بيان ترمخه د باقي پاتې 254 ترهګرو د مرګ سزا په ضد د اپيل??نو سماعت په بېلو اعلی عدالت??نو كښې روان دې۔ د كومو ترهګرو د مرګ سزا په ضد اپيل??نو سماعت چې په اعلی عدالت??نو كښې وو دوئي كښی د ترهګرۍ پېښو كښې ككړ ماسټر مائنډ، د ترهګرۍ په منصوبو عمل كوؤنكي او د سهولت كارو په شم??ل په نورو كارروايو كښې ككړ ملزمان هم شامل دي۔ په دې كارروايو كښې په آرمي پبلك سكول پېښور په 16 دسمبر 2014 ترسره شوې د ترهګرۍ لوئې بريد هم شامل دے۔ په كومه كښې چې د ككړو 5 تورنو د مرګ په سزا عملد درآمد شوې دې۔ دغسې ستمبر 2008ء كښې په مېریټ ھوټل اسلام آباد ترهګر بريد ، دسمبر 2009ء كښې پرېډ ??ېن ترهګر بريد ، دسمبر 2009ء كښې د آئی اېس آئی ??ه ملتان دفتر ترهګر بريد ، اپرېل 2009ء كښې د سپیشل سروسز ګروپ په افسرانو بريد ٬ نومبر 2010ء د آئی ایس آئی ??ه سكھر دفتر بريد ، اپرېل 2012ء كښی مستونګ كښې ترهګر بريد ٬ جون 2013ء كښې نانګا پربت كښې په ترهګرو بريد??نو ، اګست 2013ء كښې چلاس كښې سول او امنيتي ځواك??نو بريد ، جنوری 2014ء كښې په اېس اېس پی چوھدری اسلم بريد ٬ جون 2014ء كښې په کراچی ایئرپورټ بريد ، اپریل 2015ء كښې په مسز سبین محمود بريد ، مئی 2015ء كښې کراچۍ كښی په صفوره ګوټھ كښې ترهګر بريد ، جنوری 2016ء كښې په باچا خان پوهنتون بريد او جون 2016ء كښې په امجد صابری قوال د ترهګرۍ بريد په شم??ل د ترهګرۍ په نورو كاروايو كښې د ككړو ترهګرو د مرګ په سزا عملدرآمد شوې دې۔