كراچي 04 نومبر (اے پي پي﴾ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهد??ي فواد حسېن وئېلي دي چې سوشل م??ډيا به د پيمرا د لارې ريګولېټ كولې شي٬بې بنسټه خبرونه او جعلي قيصې يو چېلنج دې٬اصل چېلنج د سوشل م??ډيا نه راځي٬پرمختلليو هېوادونو ته به په دې پوهېدل وي چې د درېمې نړۍ په هېوادونو د دې كوم آغېز كېږي۔د اتوار په ورځ په ځايې هوټل كښې د يو پينل ډسكشن په مهال ده ووئيل چې اصل چېلنج د سوشل م??ډيا نه راځي ځكه چې په سوشل م??ډيا او وېب پاڼو ډېر اكاؤنټس دي۔چوهد??ي فواد حسېن ووئيل چې پرمختللي هېوادونه كوم چې زياتره سوشل م??ډيا كنټرول كوي هغوي ته به په دې پوهېدل وي چې د درېمې نړۍ په هېوادونو د دوي څه آغېز كېږي۔ده ووئيل چې د اطلاعاتو په اعتبار سره په پاكستان كښې بشپړه آزادي ده٬دلته طاقتوره مېډيا او عدليه آزاده ده۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل چې تشدد كولو لپاره كوم لائسنس نه وي٬پاكستان يو خپلواكه هېواد دې٬مونږ هغه قوم يو چې خپله محاصبه په خپله كوو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل هره ورځ په نجي ټي وي چينلو ډېر بريكننګ نيوز خپرولې شي كوم چې بيا وروستو بې بنسټه او غلط ثابت شي۔د دې پينل ډسكشن انتظام بيكن هاؤس سكول سسټم كړې و