اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري و??ېل?? دي وزيراعظم د 50 لكه كورونو جوړولو لپاره د اتهارټي اعلان كړی كوم چې يو ښه اقدام دے٬حكومت مخالفې ډلې له ټولې آسانې وركوي٬حكومت به اولس سره شوي ټول لوظونه تر سره كوي٬د ماډل ټاؤن پېښه كښې ككړ كسان انجام ته رسولو له د پنجاب اعلٰی وزير آئي جي ته د كاروائۍ كولو و??ېل??٬په كومه چې د لسو ورځو تېرېدو باوجود د پنجاب آئي جي عمل نه دې كړې٬بايد بيورو كريسي د اولسي نمائندګي احترام وكړي۔د شورو په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې د اطلاعات وزير ووئيل حكومت اپوزېشن ډلې له ټولې آسانۍ وركوي خو مخالفه ډله غواړي چې يو يونين جوړ كړې شي كوم به چې د يو بل د غلا تحفظ كوي٬مونږ به د?? هېچرې هم ونه كړو٬ ده ??وئېل اولس سره شوي لوظونه به ترسره كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل عمران خان چې د ټاكنو څخه وړاندې اولس سره لوظ كړې ؤ چې د غلو به احتساب ??ولې شي٬نن د هغوي احتساب ??ېږي٬كه په چا ښه لګي يا بد اولس سره شوي لوظونه به ترسره كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل د ماډل ټاؤن پېښه كښې ككړ كسان انجام ته رسولو له د پنجاب اعلٰی وزير آئي جي ته د كاروائۍ كولو و??ېل??٬په كومه چې لسو ورځو تېرېدو سره د پنجاب آئي جي عمل نه دې كړې٬بايد بيورو كريسي د اولسي نمائندګي احترام وكړي۔وفاقي وزير ووئيل د تېرو لسو كلونو تحقيقات دې وكړی شي چې چا چا معيشت ته زيان رسولې۔د يوې پوښتنې پھ ځواب ??فاقي وزير ووئيل ناصر دراني خپله استعفٰی د خراب صحت په بنياد وركړې٬بيورو كريسي داسې ګڼي چې هېواد مونږ چلوو خو اولس مونږ له مېنډېټ راكړی كوم بل چا له يې مېنډېټ نه دې وركړی۔ ده ??وئېل وزيران حق لري چې د خپلې خوښې افسران منتخب كړي دغسې حكومت ته هم حق ترلاسه دے چې اېډمنسټرېټر ولګوي۔ده ??وئيل ايران او چين خپلې خپلې ګټې لري خو مونږ له به د خپلې ګټې تر مخه مخ پھ وړاندې تلل وي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ??وئيل شهباز شريف حكومت نه قامي احتساب بيورو نيولې او هغه يې پرېښودې هم شي۔وفاقي وزير ووئيل د تجاويزات په ضد د روانو عملياتو په مهال په زرګونو كناله زمكه راخلاصه كړی شوې