اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د الم??ن چانسلرې انجيلا مركل ټېليفوني تماس ونيولو۔ د الم??ن چانسلرې عمران خان ته د وزيراعظم چوكۍ په سنبهالولو مباركي وركړه۔ د الم??ن چانسلرې په دې موقع د دوه اړخيزه اړيكو په مستحكم كولو زور راوړو او په بېلا بېلو څانګو كښې يې د مرستې پراختيا سره سره په سيمه ايزه او نړيواله كچه شريك ګټو له په ګډه ګار كولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ د الم??ن چانسلرې وزيراعظم ته د ال??ان د دورې كولو بلنه هم وركړه كومه چې ده قبوله كړه۔په دې موقع وزيراعظم عمران خان د ال??ان د چانسلرې مننه وكړه۔ده ال??ان سره د يو بل په ګټھ دوه اړخيزه اړيكې په پراخا بنياد او د اوږدې مودې په شركت كښې د بدلولو خواهش څرګند كړو۔ ده ووئيل چې په اروپاﺀ كښې ال??ان د پاكستان تر ټولو لويې شراكتدار دې۔ د دواړو ??ېوادونو ترمينځه د توان او د آټو موبائل په څانګه كښې د مرستې او د اوبو څخ?? د برېښنا پیداوار په څانګه كښې د سرمايه كارۍ لويې صلاحيت موجود دې۔ده د الم??ن چانسلره د سيمه ايز صورتحال او په خاص توګه د افغانستان مسئلې سوله ايز حل او هند سره د مذاكراتو نه خبر كړه۔ ده هند سره د ټولو مسئلو حل لپاره د جامع مذاكراتو د بحالۍ په ضرورت زور راوړو۔