اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف او د اتحادي ګوندونو لخوا د قوم?? اسمبلۍ د سپيكر چوكې لپاره نومول شوي كانديد اسد قېصر وئيلي دي چې په پارلمان كښې به ټول ګوندونه ځان سره مخ په وړاندې بوځم٬ تحريك انصاف به هېواد د چېلنجونو نه ويستلو لپاره بشپړه كردار ترسره كوي۔ د ګل په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالا??و سر?? په خبرو كښې اسد قېصر ووئيل چې هيله لرم د سپيكر په انتخاب كښې ب?? په ده زيات د باور څرګندونه وكړې شي۔ ده ووئيل چې هېواد يو شمېر چېلنجو??و سره مخ دے او په دې وخت كښې د يووالي ضرورت دے۔ ده ووئيل چې هغه به د قوم?? اسمبلۍ ټولو غړو ته يو ډو?? موقعې وركوي او د ايوان روايات به ځائ ساتلې شي۔