اسلام آباد 11 جون ( اے پي پي) نګران وزير??عظ?? د قبائيلي سيمو ﴿فاټا﴾ اولس ته د تحفظ احساس وركولو لپاره د انضمام عمل ګړندې كولو هدايت كړے او د فاټا انضمام په اړه د خنډونو خاتمې او دا عمل په ښه ډول ترسره كولو لپاره د قانون او انصاف وفاقي وزير په مشرې كښې كمېټي جوړه كړې شوې۔ د دې خبرې پرېكړه د ګل په ورځ د نګران وزير??عظ?? جسټس ﴿ر﴾ ناص??ال??لك په مشرې كښې د فاټا اصلاحاتو د عملي كېدو په اړه د جاج اخستنې غونډې په مهال وشوه۔ غونډه د وزير??عظ?? په دفتر كښې پېل شوه۔ په غونډه كښې د قانون وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر٬ د وزير??عظ?? سېكتر٬ د سېفران سېكتر٬ د خزانې او منصوبه بندې ډويژن سېكتران٬ د خېبر پښتونخوا چيف سېكتر ٬ د فاټا اے سي اېس او نورو اعلٰي چارواكو ګډون وكړو۔ د خېبر پښتونخوا چيف سېكتر محمد ??عظ?? خان د فاټا اصلاحاتو عملي كېدو په اړه غونډې ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل چې اېجنسې او فرنټيئر ريجنز د خېبر پښتونخوا په ضلعو او سب ډويژنز كښې بدلې كړې شوې٬ د پوليټېكل اېجنټ او اسسټنټ پوليټيكل چوكې بدلولو سره دوهم كمشنران او اسسټنټ كمشنران جوړ كړې شوي دي٬ د ټولو ټېكسونو٬ لېوي او راهدارې لړې بند كړې شوې۔ غونډې ته ووئيل شول چې په قبائيلي ضلعو عدليه٬ پوليس٬ استغاثه او د جېل سروس پېل كولو لپاره د پلان مسوده تياره كړې شوې۔ په غونډې كښې د بورډ آف ريونيو غړي هم د ټېكس استثٰي او مالياتي ترغيباتو په اړه ګډون كوونكو ته بريفنګ وركړو۔ د خزانې سېكتر هم ګډون كوونكو د انضمام عمل په ښه ډول ترسره كولو او د سيمې پرم??تګ لپاره د مالي وسيلو بېلولو په لړ كښې بريفنګ وركړو۔ وزير??عظ?? ناص??ال??لك ووئيل چې قبائيلي سيمو خېبر پښتونخوا سره تړل يو تاريخي پرم??تګ دے او د دې به د فاټا د اولس په ژوند ډېر مثبت آغېز وشي او دا سيمې به د پرم??تګ په زغل كښې شاملې شي۔ وزير??عظ?? په دې لړ كښې د ټولو ضروري انتظامي٬ قانوني او مالياتي ستونزو په حل كولو ټينګار وكړو۔ په غونډه كښې د فاټا انضمام په اړه د خنډونو خاتمې او دا عمل په ښه ډول ترسره كولو لپاره د قانون او انصاف وفاقي وزير په مشرې كښې كمېټي جوړه كړې شوه۔ په كمېټې كښې به د خېبر پښتونخوا چيف سېكتر محمد ??عظ?? خان٬ د خېبر پښتونخوا اېډوكېټ جنرل٬ د خېبر پښتونخوا داخله سېكتر٬ د فاټا اے سي اېس او د خزانې٬ رېوينو او د منصوبه بندې ډويژن استازي شامل ??ي۔ كمېټې ته زر تر زره د خپل كار ترسره كولو هدايت وكړے شو۔ وزير??عظ?? په دې خبره ټينګار وكړو چې په خېبر پښتونخوا كښې د فاټا د انضمام عمل دې زر ترسره كړے شي چې دغسې د پخوانې فاټا اولس ته د تحفظ احساس وركړے شي۔