لاهور/ شېخوپوره 01 اپرېل (اے پي پي) د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي چې په پاكستان كښ?? د اربونو ډالرو سرمايه كاري د محمد نواز شريف پاكستان او اولس سره د مېنې واضح ثبوت دے٬ په راتلونكو ټولټاكنو كښ?? به د مسلم ليګ ﴿ن﴾ مقابله سازشيانو او د پرمختګ په لار كښ?? خنډ پېدا كوونكو سره وي۔وفاقي وزير اد خبرې په وانډا??ه ديال شاه كښ?? وركرز كنونشن ته كولو او په بهګياړ نواله كښ?? خبريالانو سره د خبرو په مهال وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې په هېواد كښ?? لوئې پروژې٬ د توان پروژې٬ د سي پېك پروژه٬ د هېواد د معيشت بحالي٬ په كراچې او فاټا كښ?? امن او په پاكستان كښ?? د اربونو ډالرو سرمايه كاري د محمد نواز شريف پاكستان او اولس سره د مېنې واضح ثبوت دے۔ وفاقي وزير ووئيل چې كاركنان دې په فعاله توګه د مسلم ليګ ﴿ن﴾ قائد محمد نواز شريف پېغام كور كور ته ورسوي۔