لاهور 28 جنوري (اے پي پي﴾ د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې وزيراعظم په ووټونو ج??ړې??ي٬ په سازشونو نه٬ د تېرو څلور نيمو كلونو په مهال چې څومره لوي بريد په مسلم ليګ ﴿ن﴾ شوے٬ په بل چا نه دې شوے۔ وفاقي وزير دا خبرې د يو سكول د اپ ګرېډ كېدو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ وفاقي وزير ووئ??ل چې خالي په نعرو وهلو كار نه كېږي٬ كار هم كول وي٬ داسې نه چلېږي چې په پېښور دې ډينګي بريد وكړي او سړې دې د نتهيا ګلې په غرونو وخېژي۔ ده ووئ??ل چې په ټول هېو??د كښې د پوليو كېس نشته خو په خېبر پښ??ونخوا كښې شته۔ پېښور ته آدم خور مږې راغلې٬ ده د هغو مقابله هم ونه كړې شوه۔