اس??ام آباد 03 جنوري (اے پي پي) د خارجه چارو خاص سېكتر اعتزاز احمد وئيلي دي پاكستان د ا??غانستان پرمختګ او د ادارو استعداد زياتولو لپاره د يو ارب ډالرو د پرمختيائي مرستې كول?? پوخ عزم لري۔ د خارجه دفتر وياند له مخې ده دا خبرې تېره ورځ په پمز كښې په افغان هېلتھـ پروفېشنلز كښې د سرټيفېكېټ وېشلو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې كومو كښې چې د يو كال د تربيې او د كار استعداد زياتولو پروګرام ترسره كړو۔ اعتزاز احمد په دې موقع خاص مېلمه وه۔ په پاكستان كښې د ا??غانستان د سفارت قونصلر سيد عبدالناصر يوسفي هم په دستوره كښې ګډون وكړو۔ دستورې ته د وېنا په مهال اعتزاز احمد ووئيل پاكستان افغان ډاكټرانو?? نرسز او پېرامېډېكس ته په كابل٬ جلال آباد ا?? ننګرهار كښې د پاكستان لخوا جوړو كړو درېو روغتونونو چلولو لپاره تربيه وركوي۔ دستورې ته د اس??ام آباد د پمز وائس چانسلر پروفسېر ډاكټر جاوېد ا??رم هم وېنا وكړه۔ افغان قونصلر د ا??غانستان پرمختګ او رغونې لپاره د پاكستان مرسته وستائيله او هيله ئې څرګنده كړه چې د دواړو هېوادونو په مېنځ كښې به نه يوازې د روغتيا په اړه بلكې په نورو څانګو كښې هم مرسته روانه ساتلې شي۔