اسلام آباد ۔ 19 دسمبر (اے پی پی) د س??نېټ د ټول ايوان د كمېټۍ غونده د نهې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د چیئرمېن میاں رضا رباني په مشرۍ كښې وشوه ۔ غونده كښې د پوځ سرلښكر د اوسنيو دورو په اړه پاكستان لپاره د بدلېدونكې قامي سلامتيا د وضعې جاج واخست?? شو٬ د پوځ سرلښكر٬ ډي جي اېم او٬ ډي جي آئي اېس آئي او ډي جي آئي اېس پي آر ګډون وكړو۔ د س??نېټ چیئرمېن خپلو خبرو كښې وو??يل د سرلښكر ??ېن??ټ ته په راتګ هركلے كوٶ٬ د خارجه پاليسۍ او قامي سلامتيا سره د اړوندو معاملو پحقله د كمېټۍ د كردار نه خبر كړ?? شو۔ ده وو??يل نننۍ غونډه د خپل نوعيت وړومبنې ګام دے كوم چې دې لپاره پورته كړ?? شوې چې دا خبره باوري شې چې د پاكستان د قامي سلامتيا پاليسۍ د بدلېدونكو سيمه ايزو حقائقو او د پاكستان د امنيتي وضعې له مخې ده۔ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د امنيتي وضعې پحقله كمېټي په تفصيلي توګه خبر كړه او د دې نه پس ډائرېكټر جنرل ملټري آپرېشنز مېجر جنرال ساحر شمشاد مرزا تفصیلي پرېزنټېشن وركړو۔ د پرېزنټېشن نه پس د پوځ سرلښكر د س??نېټ د غړو د پوښتنو په ذاتي توګه ځوابونه وركړل كوم چې د قامي مفادو او د سلامتيا څانګو پحقله وو٬ كومو چې تر درېو ساعتو نه زيات دوام لرلو۔