اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) امام کعبه ډاکټر صالح بن حمید وئيلي دي زما لپاره دا د ډېره سعادت خبره ده چې د پاكستان وزيراعظم زه رابللې يم او دا موقع ئې كړې چې زه وفاقي كابينه تې مخاطب شم ٬ پاکستان خپل كور ګڼم٬ پاکستان تل د سع??دي ملګرتيا كړې او هر ډول حالاتو ك??ې تل سع??دي سره ولاړ دې۔ امام كعبه دا خبرې د وفاقي كابينې غونده كښې وكړه۔ د كابينې غونډه د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د شورو په ورځ وشوه۔ د كابينې غونډې ته خپللې وېنا كښې د كعبې امام ډاكټر صالح بن حمید ووئيل زما لپاره دا د ډېره سعادت خبره ده چې د پاكستان وزيراعظم زه رابللې يم او دا موقع ئې كړې چې زه وفاقي كابينه ته مخاطب يم۔ ده ووئيل زه د وزیراعظم مننه كوم او زه د خادمېن حرمېن شریفېن، د سع??ي باچا ٬علماء او اولس لخوا دوي ته سلام وړاندې كوم۔ ده ووئيل زه څو ځله پاكستان ته راغلې يم او پاكستان خپل كور ګڼم۔ امام کعبه ووئيل دواړه هېوادونه خپلو ك??ې تاريخي او قوي اړيكې لري ۔ ده ووئيل پرمختګ لپاره درې شرطونه ډېر ضروري دي٬ تقوٰې ٬ اخلاص او حسن كاركردګي۔ ده ووئيل نړۍ كښې ھغه هېوادونه عدم استحكام سره مخ كېږي كوم چې خپل اتحاد او اتفاق په ځائ نه ش?? ساتلې او اړي ګړي سره مخ وي۔ ده ووئيل خپل مينځ كښې اتحاد او اتفاق بايد په ځائ ??سا??لې شي او د خپلو مفادو نه په ځائې د هېواد په مفادو ك??ې پرېكړې وكړې شي۔