اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) د خارجه چارو وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي چې امريكې ته مو واضح كړې ده چې د افغان مسئله كوم سياسي حل نه لري٬ د خبرو اترو د لارې به مسئل?? هوارول وي٬ د 21م اګست د امريكائي اولس مشر ټرمت وېنا نه پس د پاكستان قام ٬ پارلمان او سلامتي كونسل واضح دريځ اختيار كړې زمونږ د اقتدار په ترلاسه كېدو كښې د امريكې لاس نشته٬ پخواني واكمن اقتدار لپاره د امريكې تابعدار ٶ مونږ پارلمان ته ځوابده يو٬ د امريكې خارجه و??ير سره سوېلين او پوځي مشرانو په ګډه خبرې اترې كړې دي٬ په خپلې آزادۍ او عزت به هېڅ ډول سودا ونه كړې شة٬ امریکې سره د برابرۍ په كچه اړيكې غواړو٬ زمونږ كوم پوځي يا اقتصادي مرستې ته حاجت نشه٬ د ه??واد د مفادو به تر آخري حد دفاع كولې شي٬ امريكې سره په افغانستان كښې مرستې لپاره چمتو يو خو د كوم بل چا پراكسي به نه جوړېږو٬ افغانستان كښې د هند كردار د سهولت كوٶنكې په توګه نه قبولوٶ ٬ د افغان مسئلې هواري له د منطقې هېوادونو كردار زيات اهميت لري٬ په افغانستان كښې د تېرو 16 كالو ناكامۍ د امريكې په وړاندې دي۔ د شورو په و??ځ سېنېټ كښې د امريكائي خارجه و??ير د پاكستان دورې پحقله پاليسي بيان وركولو سره خارجه و??ير ووئيل پاکستان امریکې سره د 70 كالو پخوانۍ اړيكې لري٬ د بدډھ بېر پېښه٬ تش په نامه افغان جهاد او د جنرال (ر) مشرف د وسلې نه لاس په سر كېدو نتيجو سره مونږ مخ يو ٬ كه مونږ په رضاكارانه توګه په افغان جنګ كښې نه وې شامل شوې او پراكسي نه وې جوړ شوې نو نن به په دې مصيبت كښې مونږ نه وې ګير شوې ٬ د نائن الېون نه پس يو بل كېمپرومائز وكړې شو ٬ امريكا چې كوم فهرستونه راكوي مونږ كسان نيولو سره ھغوي ته سپارلې۔ ده ووئيل ما د امريكې تهنك ټېنكس ته خطاب كړې ٬ بيا داخله و??ير هم خطاب وكړو او مونږ د خوږ هېواد په هر ډګر دفاع كړې۔ ده ووئيل په عمومي اسمبلۍ كښې چې كوم ملاقاتونه شوي او بيا د هغې نه پس چې ما د امريكې دوره كړې ٬ د امريكې خارجه و??ير نه خو وائسرائے دې او نو مونږ ھعه و??ئسرائے ګڼو٬ نن د پاكستان مقام لوړ دې او مونږ په زړه و??تيا خبره كولې شو