اسلام آباد ۔ 19 اکتوبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال اې?? آئي اے هېډكوارټر ته تللې دے ۔ د زيارت په ورځ د اې?? آئي اے هېډ كوارټر دورې په مهال د وفاقي وزير په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه وشوه كومه كښې چې د اې?? آئي اے د كاركردګۍ جاج واخستې شو۔ داخله وزير امر وكړو چې د كرپشن ختمولو لباره دې اې?? آئي اے كښې زيرو ټالېرنس پالسي خپله كړې شي او اداره دې په نوو بنيادونو او مثالي جوړه كړې شي۔ د نوې ټېكنالوجۍ د لارې دې په جرمونو د قابو موندلو صلاحيت ت??لا??ه كړې شي۔ د اې?? آئي اے اكادمۍ تنظيم نو دې وكړې شي او ملګرو هېوادونو څخه دې افسران په تربيتي پروګرامونو كښې شامل كړې شي۔ داخله وزير په ايئرپورټ مسافرو سره د ??ه سلوك كولو هم امر وكړو۔ ده ووئيل د بشري قاچاق مخنيوي له دې فعاله ګامونه پورته كړې شي۔ ده ووئيل د سائبر جرمونو مخنيوي له دې اې?? آئي اے متحرك كردار ترسره كړي۔ داخله وزير ووئيل په بهر هېوادونو او په خاص توګه سعودي عربستان كښې د پېشه ورو سوال كوؤنكو څوك چې د هېواد د بدنامۍ سوب ګرځي اې?? آئي اے ته د سمدستي كاروائي امر وكړو۔ ده سپارښتنه وكړه چې د ښه كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو افسرانو له دې مراعات وركړې شي۔ په غونډه كښې د اې?? آئي اے ډي جي داخله وزير ته د اې?? آئي اے چارو په اړه برېفنګ وركړو