اسلام آباد۔11اکتوبراے پی پی) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او د منځني ختيز خصوصي استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر اشرفي وئيلي دي د نبی اکرم ﷺ د پاك ژوند كوم هم اړخ پټ نه دے٬ تر قيامت ورځې د هغوي سيرت د لارې مشال دے۔ وزیراعظم ??مر??ن خان د سيرت طيبه عشرې لپاره د اتھارټي جوړولو اعلان كړے دے۔ د شورؤ په ورځ اسلام آباد كښې د سيرت النبي ﷺ حوالې سره به سيمينار كولې شي٬ د جمعې په ورځ به په يو چرچ كښې سيرت سيمينار كېږي۔ د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښ?? هغه ووئيل وزیراعظم ??مر??ن خان په ګرد هېواد كښې د عشرة رحمة للعالمين (ص) په سرخط د دستورو پرانسته كړې ده او په دې اړه ئې د سيرت رحمة للعالمين ﷺاتھارټی جوړولو اعلان كړے دے د كوم چې د هېواد دننه او بهر هېوادونو كښې هركلې كولې شي۔ هغه ووئيل د مذهبي چارو ??زا??ت ٬ د اطلاعاتو ??زا??ت او د ټولو صوبو د اوقاف څانګو هم د سيرت النبي حوالې سره پروګرامونو ته ترتيب وركړے دے۔ هغه ووئيل د راتلونكې جمعې د خطبې موضوع به د سيرت په رڼا كښې ښه اخ??اق او د مېرمنو او اقليتونو حقونه وي۔ د دې مقصد د سيرت طيبه ټول اړخونه نړۍ ته وړاندې كول دي۔ حضور اکرم ﷺ يوازې رحمت للمسلمين نه دے بلكه رحمت للعالمين دے۔ هغه ووئيل د شورؤ په ورځ به يو سيمينار كولې شي په كومو كښې به چې د مذهبي چارو وفاقي وزير ډاكټر نور الحق قادري ٬ د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن او د ګرد هېواد علماﺀ كرام او مشائخ ګډون كوي۔ د دې سرخط “د اسلامي شريعت په رڼا كښې د مېرمنو او اقليتونو حقونه” ټاكلے شوے دے۔ هغه ووئيل دا وارې كېدونكې دستورو ته بېل بېل سرخطونه وركړې شوي دي دغسې چې د اولس وړاندې د سيرت ټول اړخونه رامخې ته كړې شي