اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي ??ي چې پاكستان ډنمارك سره دوه اړخيزه اړيكو ته خاص اهميت وركوي٬نړيواله ټولنه دې د افغان اولس مرستې لپاره كوټلي اقدامات وكړي٬د پاكستان او ډنمارك ترمينځه د پلاؤ په كچه مذاكرات د جمعې په ورځ په ??ارجه وزارت كښې وشول۔د پاكستاني پلاوي مشري خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د ډنمارك د پلاوي مشري د ډنمارك خارجه وزير يپے كوفو وكړه۔د مذاكراتو په مهال په ??وه اړخيزه اړيكو او دافغانستان د رامخې ته شوي صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل چې پاكستان ډنمارك سره دوه اړخيزه اړيكو ته خاص اهميت وركوي۔ده ووئيل چې د جي اېس پي پلس درجې په ??ړه د پاكستان په ملاتړ كولو مونږ د ډنمارك مننه كوو۔ده ووئيل چې د ډنمارك كمپنۍ په پاكستان كښې سرمايه كاري كولو سره د مراعاتو څخه استفاده كولې شي۔ده ووئيل چې د پاكستان او ډنمارك ترمينځه د قابل تجديد توان او د موسمياتي بدلون په ??ړه دوه اړخيزه مرسته د ستائنې وړ ده۔خارجه وزير د افغانستان صورتحال په ??ړه ووئيل چې مونږ د ډنمارك د يو زر نه ز??اتو وګړو د كابل څخه په ويستلو كښې مرسته كړې٬زه خوشحاله يم چې افغانستان په ??ړه مونږ يو نظر لرو۔ده ووئيل چې په ??فغانستان كښې د اوسني بدلون په مهال وينه نه تويدل او كورنۍ جګړه نه كېدل مثبت اړخونه دي۔نړيواله ټولنه په ??فغانستان كښې د پاكستان پشان ټولشموله حكومت غواړي۔خارجه وزير ووئيل چې ضرورت د دې خبرې دې چې نړيواله ټولنه په ??فغانستان كښې د انساني او معاشي بحران مخ نيوي لپاره د افغانانو مرستې لپاره كوټلې اقدامات وكړي۔د اقتصادي بحران په نتيجه كښې به ترهه ګرې ډلې په ??فغانستان كښې د قدم مضبوطولو موقع ترلاسه كړي٬شاه محمود قرېشي ووئيل چې بايد مونږ د افغانستان په ??ړه د سپائلرز د موجودګۍ او عزائمو څخه ځان خبر وساتو۔خارجه وزير په پكستان كښې د امنيت د صورتحال بهتري په نظر كښې ساتلو سره د ډنمارك څخه پاكستان لپاره په ټريول اېډوائزري په نظرثانۍ كولو غوښتنه وكړه۔د ډنمارك خارجه وزير د كابل څخه د ډنمارك د وګړو په محفوظه طريقه ويستلو كښې په مرسته كولو د خارجه وزير شاه محمود قرېشي او پاكستاني مشرتابه مننه وكړه۔