لاهور 26 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د غذائي تحفظ خاص مرستيال جمشېد اقبال چيمه وئيلي دي چې د جي ډي پي د ګروتھ اندازه 5 فيصد لګول شوې ده خو قوي امېد دے چې د كركيلې د پرمختګ په نتيجه كښې د جي ډي پي ګروتھ زيات شي ، يوازې د پومبې پېد??وا?? زياتېدو په نتيجه كښې به زمونږ په معيشت كښې 1200 اربه روپې اضافي شاملې شي او په دې كښې به 300 اربه روپې د كروندګرو كورونو ته لاړې شي، پاكستان د ضرورت له مخې د غنمو او چينې ذخيرې لري او چې څومره درآمد كولې شي، هغه د سټرېټجك ذخيرو مستحكم كولو په غرض دي. په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې په پومبه كښې به 60 فيصده، په وريژو كښې به د 18 نه تر 20، د ج??ار?? په پېد??وا?? كښې به د 18 او د ګني په پېد??وا?? كښې به 25 فيصده اضافه وشي. په تاريخي توګه د ګني پېد??وا?? 83 مليونه ټن و او مونږ سږ كال هيله لرو چې 102 مليونه ټنه ګنې به پېدا شي. زمونږ د چينې ضروريات 6.4 مليونه ټن دي او پېد??وا?? به 9 مليونه ټن وشي. غنم هم سږ كال ريكارډ 27.5 مليونه ټن شوي دي كوم چې زمونږ د ضرورياتو له مخې دي. بل كال هدف 30 مليونه ټن پېد??وا?? دے. ده ووئيل چې د جي ډي پي د ګروتھ اندازه 5 فيصد ده خو په كركيله كښې د پرمختګ په وجه به دا د 5 فيصد نه زياته شي. ده ووئيل چې سږ كال په پاكستان كښې د 4.5 اربه ډالرو د ټېكسټائل ??شي??ري درآمد شوې ده او هيله ده چې د دې صنعت برآمدات به د دې نه زيات شي. ده ووئيل چې تېر كال د 16 اربه ډالرو د ټېكسټائل برآمدات شوي وو، سږ كال هيله ده چې دا به د 20 اربه ډالرو نه زيات شي.