اسلام آباد۔23ست??بر(اے ??ی پی) د مذهبي چارو او د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ وفاقي وزير ډاكټر پير نور الحق قادري وئيلي دي په زور د مذهب بدلولو مخنيوي مجوزه بل ??و شمېر اعتراضونو سره د بشري حقونو وزارت ته بېرته لېږلے شوے دے ځكه چې د بشپړ جاج اخستو نه وروسته دا پرېكړه وشوه چې مجوزه قانون په موجوده كېفيت ??ښې اسلامي شريعت ٬ بنيادي انساني او آئيني حقونو سره متصادم دے۔ د مذهبي چارو وزارت لخوا د جاري شوي بيان لمخې د مذهبي چارو وزير ووئيل د اسلامي نظرياتي كونسل سفارشاتو نه وروستو يو شمېر اعتراضونو سره مجوزه بل د بشري حقونو وزارت ته بېرته ولېږلے شو۔ په اعتراضونو ??ښې د 18 كالو شرط ٬ د جج وړاندې پېشي او 90 ورځې انتظار غېر شرعي غېر قانوني او د بنيادي حقونو منافي ګرځولے شوے دے۔ دا اندېښنه ده چې موجوزه قانون د اسلام قبولو نه منع كولو لپاره وكارولے شي۔ مجوزہ بل به د مسلم او غیر مسلم کمېونټۍ ترمينځه د كركې رامخې ته كولو سبب وګرځي۔ اسلام ??ښې د مذهب په زور سره د بدلولو ګنجائش نشته او ددې مخيوې په هر حال ??ښې ضروري دے۔ پاكستان ??ښې په زور د مذهب بدلولو پېښې ډېرې كمې دي مګر د بدنامې سبب ګرځي۔ د وزارت لمخې په دې اړه غونډه د مذهبي چارو وزارت ??ښې وشوه په كومه ??ښې چې د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري ٬ د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاكټر قبله اياز ٬ علامه عارف واحدي ٬ صاحبزادہ پیرحسان حسیب الرحمان او د مفتی ګلزار نعیمی په شمول د اسلامي نظرياتي كونسل د تحقيق او حواله جاتو څانګې اعلی چارواكو ګډون وكړو