اسلام آباد۔22ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي مونږ د بدلون مخالفت كوؤنكو وړاندې ولاړ يؤ٬ د كرپټ سسټم نه ګټه پورت?? كوؤنكي د الېكټرانك ووټنګ مشين (اي وي اېم) مخالفت كوي٬ اي وي اېم به د پاكستان مسئلې حل كړي٬ راروان دوه كلونه حكومت لپاره ډېر مهم دي٬ مونږ له به خپل هدفونه ترلاس?? كول وي ٬ ټول وزارتونه بايد سخته خواري وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ د كاركردګۍ لوظنامو لاسليك كېدو دستورې ته خپل خط??ب كښې وكړه۔ په دې موقعه د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدری فواد حسین ، د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر شبلی فراز او د وزيراعظم خاص مرستيال ارباب شهزاد په شمول نور خصوصي مرستيالان ٬ سلاحكاران ٬ د وفاقي څانګو سېكتران او نور اړوند اعلی چارواكي موجود وو۔ دستورې ته خپل خط??ب كښې وزيراعظم ووئيل په راروانو دوه كلونو كښې د خپل هدفونو ترلاس?? كول زيات ضروري دي۔ د دې به مانټيرنګ هم كولې شي۔ راروان كال مونږ لپاره ډېر مهم دے۔ هغه ووئيل زه 10 كاله د كركټ لوبډلې كپ??ان پاتے شوے يم۔ د لوبغاړو تلل راتلل مې ليدلي دي۔ ټول عمري هغه ډله كاميابه وي كومه چې هر وخت خپل جاج اخلي۔ وزيراعظم ووئيل تعليم هم مونږ ته د خپلو صلاحيتونو جاج اخستل ښائي۔ وزیرعظم په وزارتونو زور راوړو چې هغوي دې خپل ټاكلي هدفونه ترلاسه كړي۔ وزيراعظم ووئيل حكومت په اولني كال كښې سختو ستونزو سره مخ پاتے شو٬ دا تر ټولو سخت وخت ؤ۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د هغه ټولو مافياز په ضد ولاړ يؤ كوم چې د الېكټرانك ووټنګ مشين مخالفت كوي۔ هغه ووئيل پخوا په هر يو الېكشن د ټګۍ تور لګېدلے او ټاكنې متنازعه شوي۔ الېكټرانك ووټنګ مشين سره به د ټګۍ تورونه ختم شي۔ د كرپټ نظام نه چې څوك ګټه بورت?? كوي هغوي په هېواد كښې بدلون نه غواړي۔ دا د حكومت تر ټولو لويې دښمنان دي۔ هغه ووئيل وروستي دوه كاله زمونږ لپاره ډېر اهم دي۔ مونږ په اقتصادي ستونزو قابو موندلې او د كورونا وائرس وبا په صورتحال كښې مو سختې پرېكړې وكړې۔ د خپل اولس ژوند او معيشت مو بچ كړو۔ مونږ د ډېر سخت وخت نه وتلو سره دلته رارسېدلې يؤ نو ځكه مونږ له به سخته خواري كول وي دغسې چې خپل هدفونه ترلاسه كړؤ۔ وزيراعظم ووئيل د اسمبلۍ ټول غړي پرمختيائي فنډز غواړي ٬ مونږ به د پرمختيائي فنډز په بنياد نه بلكې د حكومتي كاركردګۍ په بنياد راروانو ټاكنو كښې كاميابي ترلاس?? كوؤ۔ وزیراعظم ووئيل اصل جنګ په پنج??ب كښې دے۔ هغه ووئيل اولس به دا وويني چې 5 كاله پس مونږ كومه بهتري رامخې ته كړې او كومې نتيجې مرتب شوې۔ هغه ووئيل مونږ له به د خپلو هدفونو ترلاس?? كولو پلو پام ګرځول وي۔ وزیراعظم خصوصي مرستيال ارباب شهزاد ته د كاركردګۍ جاج اختسلو په نظام مباركي وركړه