كراچۍ 10ستمبر (اے پي پي) د صنعت او پېداوار وفاقي وز??ر مخدوم خسرو بختيار د موبائل فون اسملنګ كمپنۍ ټرانشين ټيكنو اليكټرانكس د جمعې په ورځ دوره كړې ۔وفاقي وزير د كمپنۍ بېلې برخې وكتلې او د موبائل فون اسملنګ د كار جاج يې واغست۔په دې موقع وفاقي وزير په خپلو خبرو كښ?? ووئيل موبائل فون انډسټري د پاكستان مهم صنعت دے٬ موبائل انډسټري پاكستانو انجينئرانو٬پروفېشنل او خواري كښو لپاره روزګار راپېدا كوي۔ده ووئيل غېر ملكي موبائل فون كمپنۍ په هېواد كښ?? سرمايه كاري كوي٬موبائل مينو فيكچرنګ پالېسي تېر كال معرفي شوې وه٬د پالېسۍ مقصد د موبائل فون جوړول او اسملنګ كول وو او دغه هدف مونږ سر كړے۔ وفاقي وزير خسرو بختيار ووئيل سږ كال جنوري نه تر جولائي مونږ 12.27 ملين سمارټ فون په ځايې توګه جوړ كړي دغسې په دې مهال 8.29 ملين موبائل فون درآمد كړے شوي