اسلام آباد۔22اګست(اے پی پی)افغانستان كښې د پاكستان سفير منصور احمد خان وئيلي دي چې افغانستان كښې د اوږدې مودې امن لپاره په ټولو افغان سياسي قوتونو د مشتمل حكومت جوړول ضروري دي۔ وزیراعظم عمران خان ټول عمري وئيلي د افغان مسئلې كوم پوځي حل نشته او نن نړۍ د دې تائيد كوي۔ نړيوالې ورورولۍ او ټولو هېوادونو له به افغانستان كښې سياسي مفاهمت ته وده وركول وي۔ د هند افغانستان كښې منفي كردار په ډاګه شوے دے۔ هند ټول عمري د افغان سياسي مفاهمت مخالفت كړے دے۔ د اتوار په ورځ نجي ټي وي سره خصوصي خ??رو كښې هغه ووئيل افغان لارښود ګلبدین حکمت یار سره ملاقات كښې افغانستان كښې د تل??ات?? امن په ځائې كولو ، افغانستان كښې د تېرو څلور لسيزو نه د راروانې ناامنۍ او شخړې ختمولو له د سياسي حل راويستلو په ??ړه خبرې وشوې۔ منصور احمد خان ووئيل مونږ افغانستان كښې يو داسې حكومت غواړؤ كوم ته چې د اولس باور ترلاسه وي۔ دغ??ې چې افغانستان كښې امن او استحكام راشي۔ هغه ووئيل په ??مومي توګه د افغانستان صورتحال امناك دے ٬ په ??ړكونو او بازارنو كښې امن په نظر راځي خو ایئرپورټ آپرېشنز كښې زيات مشكلات دي او دا ځكه چې د غېر ملكيانو سره سره ډېر زيات افغان وګړي هم هېواد پرېښودل غواړي۔ مونږ له په ګډه د دې حل راويستل وي۔ د كركټ لوبډلې په ??ړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل پاکستانی سفارت د افغانستان لوبډلې لوبغاړو ته وېزې جاري كړې دي۔ هغه ووئيل كه پروازون?? بحال نه شول نو مونږ سره د افغان لوبغاړو د طورخم د لارې په ??ړك د لېږلو آپشن هم موجود دے بياهم دې حوالې سره به مونږ ته د پاكستاني چارواكو اجازه پكار وي