اسلام آباد۔26جولائی (اے پی پی)وزیراع??م عمران خان د بارانونو موسم شجر كارۍ كمپائن پېلولو په مهال وئيلي دي چې ټول پاکستانیان باید په دې کمپاين کښې بشپړه برخه واخلي ، هر پاکستانی باید لږ تر لږه یوه ونه نال وکري ، په ښارونو کښې باید هیڅ ځايې خالي ونه ليدلې شي۔ پاکستان د چاپېریال ساتنه او د ګلوبل وارمنګ منفي اغېز كمولو له پورته كېدونكو ګامونو كښې لارښودنه كوي۔ هغه د ګل په ورځ اېف ناین پارک كښې د بارانونو موسم د ونو نالولو كمپاين پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔ په دې موقع د کورنیو چارو وفاقي وزیر شیخ رشید احمد ، د پلان جوړونې ، پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزیر اسد عمر ، د موسمي بدلون وزیر زرتاچ ګل ٬ د پ?? ټي آئي لارښود سېنېټر فېصل جاوېد ٬ د وزيرعظم د روغتيا خصوصي مرستيال ډاكټر فېصل سلطان هم موجود ؤ۔ وزيراعظم ووئيل نړۍ كښې د اونو شمېرې لحاظ سره پاكستان د يو شمېر هېوادونو نه وروسته دے۔ هند هم په دې لړ كښې زمونږ نه وړاندے دے۔ پخوا كوم حكومت دے پلو پام نه دے ګرځولے۔ په چاپېريال به د دې سخت اغېز كېږي۔ ګلوبل وارمنګ په نړيواله كچه يوه مهمه مسئله جوړه شوې ده?? د ځنګلونو رقبې زياتولو ته اړتيا ده?? وزیراعظم ووئيل نن د بارانونو موسم اونو كرلو كمپاين پېل كولے شي۔ ټول پاكستاني وګړي بايد د?? كښې ګډون و كړي۔ كه هر يو پاكستانے وګړے لږ تر لږه يوه اونه هم نال وكري نو لويے انقلاب راتلے شي۔ وزیراعظم د ضلعی انتظامیې افسرانو ته هدايت وكړو چې د كورونو او پاركونو پشمول هر ځائ?? كښې اونې ولګوي۔ په ښارونو كښې كوم ځائې بايد د اونو نه خالي و نه ليدلې شي۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ فرض دي چې راتلونكو نسلونو لپاره يو ښه هېواد پرېږدو۔ مونږ ته چې ميراث كښې كوم ه??واد ترلاسه شوې هغه د چاپېريال اعتبار سره ښه ؤ۔ انګرېزانو هم دلته شجركاري كړې وه۔هغه ووئيل د پ?? ټي آئي حكومت د 10 اربه اونو لګولو هدف ټاكلے دے د كوم چې نړۍ ستائنه كوي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د ګلوبل وارمنګ منفي اغېز كمو لحاظ سره د نړۍ مشري كوي