اسلام آباد 26 ج??لا??ي (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې پاکستان د سېلګرۍ اعتبار سره په من??قه كښ?? د زيات وسائلو وړ هېواد دې٬ موجوده حكومت به په بشپړه توګه د دې نه استفاده كول باوري كوي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ سېلګرۍ ودې لپاره د اقداماتو پېشرفت پحقله د جاج غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښ?? شهباز ګل ٬ وزيراعلٰې محمود خان٬ د پنجاب د سېلګرۍ سلاحكار، آصف محمود خان٬ د څلورو واړو صوبو چيف سېكترانو او اړوند چارواكو د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ په غونډه كښ?? د سېلګرۍ ودې لپاره په د روډ مېپ په بېلا بېلو نكاتو تر اوسه د شوي پېشرفت پحقله تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ په دې موقع په اېجنډا كښ?? شامل په ټولو چورو تفصيلي غور هم وشو۔ خپلو خبرو كښ?? وزیراعظم د سېلګرۍ اهميت را??خې ته كولو سره امر وكړٶ چې د كلتوري تهوارونو كلېنډر د تهوارونو اهميت له ??خې دې جوړ كړې شي دغسې چې سېلګرۍ كومو ستونزو سره مخ نه شي او په اهم تهوارونو كښ?? ګډون وكړي۔ په بلوچستان كښ?? د سېلګرۍ پحقله د موجوده سيمو را??خې ته وكول او د دې د پرمختګ من??وبه بندي زر تر زره د وړاندې كولو امر جاري كولو سره وزیراعظم ووئيل د بلوچستان په سمندر غاړې پټۍ ډېر ښكلے او د قدرتي ښكلا نه ډكه ده او هلته د سرمايه كارۍ بلها موقعې موجود دي كومو څخه چې به استفاده كولې شي۔ د سرکاری رېسټ هاؤسز پحقله وزیراعظم ووئيل د اولس په پېسه جوړ كړې شوې دې ودانۍ ته د اولس رسنه دې نه يوازې باوري كړې شي بلكې دا په ښه ډول سېلګرو لپاره سهولت وركولو لپاره استعمالولو لپاره دې منصوبه بندي زر عملي كړې شي۔ وزیرِ اعظم ووئيل پاكستان په من??قه كښ?? د سېلګرۍ مركز جوړولو لپاره په اقدامات په ترسره شوې موده كښ?? عملدرآمد دې باوري كړې شي چې ورسره به پاكستان ته سرمايه كاري او زرمبادله راشي۔