سرينګر 09 جون (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې د چوټه بازار د پېښې د شهيدانو د شهادت ورځ به(سبا)د جمعې په ورځ لمانځلې شي۔د هن?? قابضو ځواكونو په كال 1991 كښې د جون په 11مه نېټه په سرينګر كښې 30 بې ګناه كشميريان شهيدان كړ?? وو۔په شهيدو شوو كښې عام وګړي چې پكښې لاروي مېرمنې او ماشومان وو په نخښه شوي وو۔د سرينګر په چوټه بازار سيمه كښې د هن?? سنټرل ريزرو پوليس فورس اهلكارو د لاسه په قتل عام كښې ګڼ شمېر بې ګناه وګړي شهيدان شوي وو۔په شهيدو شوو كښې د سرينګر د اېس اېم اېچ اېس روغتون يو ډاكټر هم ??امل ؤ ۔هندي ځواكونو په پېښه كښې ګڼ شمېر كسان د كورونو او ګاډونو نه د راويستلو سره شهيدان كړ?? وو۔د ځايې خلقو له مخې د هن?? سنټرل ريرزو پوليس فورس اهلكارو د كېمپ نه د راوتلو نه پس د ګورنمنټ مېډيكل كالج په دروازه په دوه څوكيدارانو ناتارا ډزې كړې وې او په نتيجه كښې يې دواړه كسان مړه شوي وو ۔د دې پېښې يو لېدونكې ووئيل د هن?? پوځي ډلو د مېډيكل كالج په وړاندې په يو دوكان كښې په خلقو ډزې كولې د چوټه بازار په دې پېښه كښې د 75 كلنې مېرمنې او يو 14 كلن هلك پشمول د درېو ډرائيورانو او د يو كنډېكټر نه علاوه ګڼ شمېر مسافر د ګاډو نه د راكوزلو نه پس وژلې شوي وو٬عيني شاهدان وائي چې د هن?? پوليس اهلكار دوكانونو او كورو??و ته ننوتلې وو او خلق يې شهيدان كړ?? ۔د دې پېښې د 30 كاله تېرېدو نه پس ځايې خلق وائي چې د هن??ي ځواكونو اهلكارو په بې ګناه خلقو ډزې كولې ٬په مقبوضه كشمير كښې د پوليس يو پخواني افسر خبريالا??و ته ووئيل د پوليس په ډزو شهيد شوي ټول عام وګړي وو۔ دغسې قابض انتظامې د هن??ي حكومت په خوښه د پېښې تحقيقات ونه كړ?? او د بشري حقونو عالمبردار جليل اندرابي يې څه موده پس شهيد كړ??۔د هن??ي پوځ د لارې په دې اجتماعي قتل پرده اچولې شوې ۔د سرينګر په كرنګر پوليس سټېشن كښې د هن??ي پوليس په ضد د دفعه 302 له مخې د پوځدارۍ مقدمه هم ??رج ده خو په دې قتل عام كښې د ككړو تورونو په ضد كومه كاروائي ونه كړې شوه٬ 30 كاله پس هم ?? سرينګر د چوټه بازار د قتل عام ځپلې كورنۍ او كشميرے اولس نن هم ?? انصاف په طمعه دے۔د هن??ي ځواكونو د لارې د چوټه بازار پشان د قتل عام مقصد په كشميريانو كښې يره خپرول دي ځكه چې كشميري اولس باوجود د ټولو ستونزو د آزادۍ هڅو لپاره پوخ عزم لري٬هندي قابض ځواكونو په مقبوضه كشمير كښې د رياستي ترهه ګرۍ په پېښو كښې د كال 1989 نه تراوسه د يو لك نه زيات كشميريان شهيدان كړ?? او تر نن يو مجرم هم ?? قانون منګولو ته نه دے سپارلے شوے۔په مقبوضه كشمير كښې د چوته بازار د شهيدانو په ياد كښې په سرينګر او نورو سيمو كښې د پوسټرو لګولو لړۍ روانه ده۔په پوسټرو د ملګرو ملتونو د قراردادو??و تر عملي كولو هڅې روانو ساتلو لپاره د كشميريانو د عزم څرګندونه شوې۔د پوسټرو د لارې هن?? ته وئېلي شوي چې هغه دې د كال 2019م د اګست د پنځمې نېټې غېر قانوني اقدامات بېرته واخلي او د جمو كشمير ځانګړے شناخت او متنازع حېثيت دې په ځاې وساتي٬په پوسټرو كښې خلقو ته وئېلي شوي چې تاسو د سركاري نوكرو څخه د ويستلے شوو ملازمانو سره د يو والي څرګندونه وكړې او د هن?? وګړي په مقبوضه سيمه كښې په آبادولو مسلم اكثريت ختمولو لپاره د هن?? ناوړه منصوبې ناكامه كولو لپاره اتحاد او اتفاق زيات كړې