اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) وز??راعظم عمران خان د فلسطيني اولس حقونو او د دوي جائز هڅو لپاره د پ??كس??ان د دائمي ملاتړ غزم ښودلې. ده د دې عزم څرګندونه د فلسطين صدر محمود عباس سره د ټيليفوني خبرو په مهال كړې. وز??راعظم عمران خان د فلسطين صدر سره د فلسطين په اوسني صورتحال خبرې وكړې. ده د فلسطيني اولس حقونو او د دوي جائز هڅو لپاره د پ??كس??ان د دائمي ملاتړ غزم څرګند كړو. وز??راعظم په مسجد اقصٰی كښې په بې ګناه لمونځ كوونكو د بريدونو او په غزه كښې د اسرائيل لخوا د وژونكو فضائي بريدونو سخته غندنه وكړه د كومو په نتيجه كښې چې د ماشومانو پشمول ګڼ شمېر وګړي په حق رسېدلي دي. وز??راعظم د فلسطين صدر ته د بشري حقونو او د نړيوالو قوانينو د داسې خلاف ورزو په ضد د نړيوالې ټولنې فعاله كولو لپاره د پ??كس??ان د هڅو كولو باور وركړو. ده د بحراني صورتحال په مهال د پ??كس??اني مشرتابه لخوا د بشپړ ملاتړ پخلې وكړو. صدر محمود عباس د پ??كس??ان د ملاتړ هركلې وكړو او د پ??كس??اني مشرتابه د غبرګون او بيانونو ئې ستائنه وكړه كوم چې په غزه او مسجد اقصٰی كښې د اسرائيل د بريدونو غندنه كوي. ده وز??راعظم د اوسني پېشرفت څخه خبر كړو او د راتلونكي وخت په اقداماتو ئې خبرې وكړې. دواړو مشرانو په روان صورتحال په نزدې مشاورت روان ساتلو اتفاق وكړو.