فېصل آباد 13 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو ا?? خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې حكومت به د بې وسه، بې دركه او نظر انداز يتيم ماشومانو مرسته كوونكې جوړېږي او دې لپ??ره اقدامات كولې شي، په ټولو ښارونو كښې به سټريټ چلډرنز لپ??ره چائلډ پروټېكشن اېنډ ??ېلفيئر بيوروز جوړولې شي. ده دا خبرې د اختر په ورځ په فېصل آباد كښې د چائلډ پروټېكشن اېنډ ??ېلفيئر بيورو د دورې په مهال ماشومانو ته د ډالې وركولو نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې. وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې د احساس پروګرام له مخې په وړومبي ځل د 45 زره نه كم امدن لرونكو كورنيو د انډرګرېجوېټ ماشومانو لوړو زده كړو لپ??ره 50 زره سكالرشپ وركولې شي. ده ووئيل چې د احساس كف??لت پروګرام په نوې سروے كښې د مستحقينو شمېره د 4 نه 7 مليونو ته رسولې شي. دغسې ځوانانو لپ??ره قرض هم اسانولې شي. ده ووئيل چې حكومت به د بې وسه، بې دركه او نظر انداز يتيم ماشومانو مرسته كوونكې جوړېږي او دې لپ??ره اقدامات كولې شي.