اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د آئين آرټيكل 89م له مخې تحفظ والدين آرډيننس 2021م جاري كړو. د آرډيننس مقصد د بچو لخوا والدين ته په زور د كورونو نه د ويستلو په ضد تحفظ وركول دي. د خالي په ورځ د ايوان صدر د پرېس څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د آرډيننس له مخې والدين د كورونو نه ويستل به قابل سزا جرم وي. والدين د كورونو نه په ويستلو به تر ي?? كال قېد ، جرمانه يا دواړه سزاګانې وركولې شي. كه كور د بچو ملكيت وي يا د كرائې ??ي نو بيا به هم والدين نه ??ي ويستل كېدے. كه كور د والدين ملكيت وي نو په دې صورت كښې به والدين بچي د كور نه د ويستلو اختيار لري. د آرډيننس له مخې چې والدين بچو ته تحريري نوټس وركړي نو په دې صورت كښې به كور خالي كول لازمي وي. په وخت د كور نه خالي كولو په صورت كښې به تر 30 ورځو جېل جرمانه يا دواړه سزاګانې وركولې شي. د بچو لخوا د كور نه پرېښودلو په صورت كښې به ضلعي ډپ??ي كمشنر د كارروائې ??ولو اختيار لري. ضلعي ډپ??ي كمشنر به د والدين په شكايت د كارروائې ??ولو مجاز وي. د آرډيننس له مخې د والدين لخوا په شكايت ترلاسه كېدو به پوليس بغېر د وارنټ نه د ګرفتارې اختيار لري. د آرډيننس له مخې ګرفتار كسان به مجسټرېټ ته وړاندې كولې شي. د آرډيننس له مخې والدين او بچي به د اپيل حق لري.