اسلام آباد۔4 اپرېل(اے پی پی) پاكستانۍ روپۍ د نړۍ تر ټولو غوره كرنسي جوړه شوه۔ د درې مياشتو په مهال د ??ال?? په مقابله كښې د پاكستانۍ روپۍ په قيمت كښې 4.09 فیصده اضافه شوې ده۔ د بلوم برګ رپورټ له مخې د روان كال 2021ﺀ جنورۍ مياشتې اولنۍ نېټې نه تر 31 مارچ د امري??ائ?? ??ال?? په مقابله كښې د پاكستان روپۍ قيمت كښې 4.09 فیصد اضافه شوې ده چې په نتيجه كښې ئې پ??كستانۍ روپۍ د نړۍ تر ټولو غوره كرنسي جوړه شوې ده۔ دې سره د ??ال?? قيمت 153.55 روپۍ ته راغلے دے۔ د عارف حبیب لمېټډ د څېړنې څانګې مشر طاهر عباس هيله ښكاره كړې ده چې د روان كال مئي مياشتې تر پايې به د پاكستاني روپۍ قيمت لا سوا شي چې ورسره د امري??ائ?? ??ال?? د 152 او 155 روپو ترمينځه پاتے كېدو امكان ښودلے شوے دے۔