اسلام آباد۔1اپرېل(اے پی پی) د وزیراعظم د سي ډي اے چارو خصوصي مرستيال علي نواز اعوان وئيلي دي دا زمونږ د حكومت د پالېسيو نتيجه ده چې د هند وزيراعظم عمران خان ته د پاكستان ورځې په موقعه مباركي وركوي۔ نن د پاكستان د زرمبادله پنګې 23 اربه ډالره ته رسېدلې دي۔ 25 كاله وروسته راول ډېم نه اسلام آباد ته 2 ملينه ګېلنه اوب?? د ??وزانه په بنياد وركول پېل شوي دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغ?? د ??يارت په ورځ په راول ډېم واټر ورکس اسلام آباد ته راول ډېم ن?? د ??وبو رسنې پرانستې دستورې ته خطاب او ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل تجارت د هېواد په ګټه كولے شي او مونږ د هند نه چينې په ارزانه بيعه ترلاسه كوؤ۔ مونږ خپل ګاونډي بدلولے نه شؤ او ګاونډي هېواد سره ښې اړيكې د خبرو اترو د لارې مخ په وړاندې تللې شي۔ عمران خان كشمير هېر كړے نه دے ٬ هغه د نواز شريف په ډول حريت لارښودو سره د ملاقات نه انكار نه دے كړے۔ هغه ووئيل زمونږ د حكومت د پالېسيو له امله ډالر 15 روپۍ كم شوے او د 152 كچې ته راغلے دے۔ د هېواد د زرمبادلې پنګې په اولني ځل 23 اربه ډالره ته رسېدلې دي۔ هغه ووئيل پاكستان نړۍ سره غوره اړيكې لري چې سبب ئې زمونږ غوره خارجه پالېسي ده۔ د وزیراعظم خصوصي مرستيال ووئيل مونږ اسلام آباد كښې د اوبو د كمي ستونزه لرې كولو ل?? بشپړه هڅې كوؤ او نن ن?? د ??اول ډېم څخ?? د ??وزانه په بنياد 2 ملينه ګېلنه اوبه د ښار بېلو سېكټرو ته رسول پېل كړے شي۔ هغه ووئيل اسلام آباد لپاره چې وفاقي وزير اسد عمر كوم خذمات وړاندے كړے هغې نه انكار نه شي كېدې۔ هغ?? د ??ې ښار بهترۍ له ټولې ممكنه هڅې كړې دي