اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د كور??نا اوسنې چپه خطرناكه ده، د كور??نا په اېس او پيز عمل وكړئ، په نړۍ كښې د كور??نا د واكسينو كمې راغلې، كوم هېوادونه چې واكسين جوړوي، هلته هم كمې دے، يو كال مې د كور??نا نه احتياط وكړو، په كوم رېستوران كښې مې ډوډې نه ده خوړلې خو د سېنېټ په ټاكنو كښې مې احتياط ونه كړو او كور??نا سره م?? شوم. د اتوار په ورځ د قوم په نامه په خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل چې د كور??نا څخه مې يو كال احتياط وكړو، سماجي فاصله مې هم وساتله خو د سېنېټ په ټاكنو كښې مې احتياط ونه كړو او كور??نا سره م?? شوم. د كور??نا اوسنې چپه خطرناكه ده،احتياط وكړئ او ماسك استعمال كړئ، د كور??نا په دريمه چپه كښې ډېر شدت دے، خپل هېواد نه شو بندولې، لاك ډاٶن نه شو كولې. د كور??نا په وجه مونږ كاروبار او كارخانې نه شو بندولې، اولس ته خواست دے چې په اېس او پيز دې عمل وكړي، كه په اېس او پيز عمل ونه كړے شو نو صورتحال خرابېدے شي. ده ووئيل چې په لاهور او پېښور كښې د كور??نا كېسونه زيات رامخې ته كېږي، د كور??نا دريمه چپه د انګلستان څخه راغلې. وزيراعظم ووئيل چې الله تعالٰی په م?? او زما په كورودانه ډېر كرم وكړو. وزيراعظم ووئيل چې په نړۍ كښې د كور??نا د واكسينو كمې دے، نړۍ چې مونږ ته د كومو واكسينو وئيلي وو ، هغه هم نه ترلاسه كېږي. ده ووئيل چې په كومو هېوادونو كښې واكسين جوړېږي ، هلته هم كمې دے. ده ووئيل چې ښه به وي چې مونږ كور??نا په اېس او پيز عمل وكړو رېستوران او ودونو ته لاړ نه شو.