اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) د حكومت وزيرانو د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سر?? ملاقات كړے. د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې پ?? ملاقات كوونكو كښې سيد فخر امام، فواد چوهدري او ډاكټر بابر اعوان شامل وو. د ملاقات په مهال د قومي اسمبلۍ د غو??ډې په اړه خب??ې وشوې. د كورونا په مهال د قومي اسمبلۍ په غونډ?? كښې د حفاظتي اقداماتو جاج واخستل شو او د غو??ډې په حكمت عملې هم غور وكړے شو. د ايوان ماحول سازګار ساتلو لپ??ره د حكومت وزيرانو سپيكر ته باور وركړو. د قومي اسمبلۍ په غونډ?? كښې به قانوني او انتخابي اصلاحاتو ته پام كولے شي. انتخابي اصلاحاتو لپ??ره حكومت اپوزيشن ته هر ډول فورم وركولو ته تيار دے. په دې موقع د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې انتخابي اصلاحاتو لپ??ره پارلماني كمېټي جوړولې شي. اپوزيشن او حكومت دې انتخابي اصلاحاتو لپ??ره خپل كردار ترسره كړي. ده ووئيل چې د اصلاحاتو په اړه به ټولو ګوندونو سره خبره كوم. ده ووئيل چې بايد په په ګډه په انتخابي اصلاحاتو خب??ې وكړو چې دغسې په انتخابي عمل د اولس اعتماد بحال شي. د ملاقات په مهال سيد فخر امام د پارلماني سفارتكارې د لارې د كشمير مسئله په ډاګه كولو لپ??ره د سپيكر هڅې وستائيلې او وې وئيل چې د سپيكرانو په څلورم كانفرنس كښې په كشمير د پاكستان اصولي دريځ تسليم كول د پاكستان كاميابي ده.