اسلام آباد۔23فروری(اے پی پی) د وزیراعظم خاص مر??تيالې ډاكټر ثانيه نشتر احساس دفتر اسلام آباد كښې د وسیله تعلیم ډیجیټل مانيټرنګ سېنټر پرانسته كړې ۔ د مالی مر??تې تعليمي پ??وګ??ام سره د اړوندو چارو څارنه ډېره مهمه ده۔ د ډيجيټل كنټرول روم اهميت په دې لړ كښې ډېر زيات دے۔ د دې كار د مر??تې په لړ كښې کنټرول روم لپاره د 25 کمپلائنس مانیټرنګ کوآرډېنېټرز او فیلډ كښې څارنې له د 882 کمپلائنس مانیټرز خذمات ترلاسه كړې شوي۔ هغې ووئيل ??سیله تعليم ډیجیټل كښې په لويه كچه اصلاحات شوي ۔ دې اصلاحاتو كښې د يو شمېر پروسېس ډیجیټلائزېشن اېپس جوړولو له مخې به عمله د ماشومانو رجسټرېشن او مانيټرنګ كوي٬ دې پ??وګ??ام ته ګرد هېواد كښی پراختيا وركولو له د كم مصرفه اداره جاتي انفراسټركچر جوړول ٬ د احساس نوې وظيفه پالېسۍ تر مخه ماشومانو له وركړے كېدونكو وظيفو كښې بدلون لكه د بې وزله كورنيو ماشومانو له سكولونو كښې د 70 فيصده حاضرۍ په بنياد 1500 روپۍ وركول او ماشومې ته هر درې مياشتې پس 2000 روپۍ وركول او د دې نظام تر ټولو ضلعو خپرول شامل دي۔