اسلام ??باد 22 فروري (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاہ محمود قریشی سره د قطر د خارجه وزير خاص استازي ډاكټر ملت بن مجید القهطانی د ګل په ورځ خارجه وزارت كښې ملاقات كړے۔ د خبرو اترو په مهال د شريكې خوښې په چارو او په خاص توګه د افغان ام?? عمل په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير شاه محمود قریشی د امریکې طالبانو مذاکراتو كښې د كورب?? په حیث د قطر مثبت او تعمیری هڅې وستائلي چې په نتيجه كښې ئې د امن لوظنامه او خبرې ممكن شوي۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان او قطر دواړو افغان ام?? عمل كښې بشړه سهولت کاریكړې ۔خارجه وزير د دې خبرې پخلے وكړو چې پاکستان د خبرو اترو د لارې د مسائلو په حل كولو كلك باور لري ځكه چې افغانستان كښې شخړه كوم پوځي حل نه لري۔په دې خبره زور راوړلے شو چې افغانستان كښې امن او استحکام ?? پاکستان په ګټه دے،خارجه وزير ام?? عمل خرابوونكو په کردار د نظر ساتلو په حاجت زور راوړو۔خارجه وزير هيله څرګنده كړه چې افغانستان كښې امن او استحکام ??رلاسه كولو له ب?? په ګډه هڅې نتيجه وركونكې ثابت شي۔ خارجه وزير انټرا افغان خبرو اترو لپاره د پاکستان د مرستې پخلے وكړو كومې چې افغانستان او سيمه كښې كوټلي امن او استحکام لپاره يوه تاريخي موقع وركوي