اسلام آباد۔21فروری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز وئيلي دي د اېن اے 75 كښې چې د څومره پولنګ سټېشنز نتيجې راغلې دي د هغې له مخې د تحريك ان??اف كانديد زيات اكثريت سره كاميابي ترلاسه كوله۔ الېكشن كمېشن دې د ترلاسه شويو نتيجو په بنياد د تحريك ان??اف د كاميابۍ اعلان وكړي۔ د ټاكنو نتيجو اي??ار??لو هېڅ قانون نشته۔ د 20 پولنګ سټېشنز په نتيجو كښې مسئله رامخې ته شوې۔ د دې معاملې سپېځلې پلټنې كول د الېكشن آف پاكستان كار دے۔ الېكشن كمېشن چې كومه پرېكړه وكړي هغه به مونږ ته قب??له وي د اتوار په ورځ نجي ټي وي سره خبرو كښی هغه ووئيل تحریک ان??اف ته خېبرپختونخوا كښې يو او پنجاب كښې دوه ځايې ماتې شوې ده۔ مونږ په پراخا زړه نتيجه قب??له كړې ده۔ د نون ليګ مسئله دا ده چې چرته ماتې وخوري هلته شور جوړ كړي۔ هغه ووئيل ليګي لارښود احسن اقبال دې دا ووائي چې هغه او رانا ثناﺀ الله اېن اے 75 ته څه لپاره تلے وو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل دا معلومات نه لرم چې دې 20 پولنګ اسټېشنز كښې تحريك ان??اف ته څومره ووټونه اچولې شوي دي۔