اسلام آباد۔11جنوری(اے پی پی) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد د پاكستان ??ه ضد د هندي شر شدت او د ډس انفو لېب په انكشافات د پارليمان په دواړو غونډو كښې د بحث كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر او د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني ته مو په دې اړه ج??ا جلا خطونه استولي۔ د پاکستان تحریک انصاف مرکزی میډیا ډیپارټمنټ لخوا د ګل په ورځ د جاري كړې اعل??مي?? له مخې وفاقي وزير په دې خطونو كښې د قامي اسمبلۍ او سېنېټ خصوصي غونډو رابللو استدعا كړې۔ مراد سعید ووئيل پاكستان يوازې د سوئيلي آسيا نه بلكې د ملګرو ملتونو تر ټولو زيات فعاله غړے دے۔ هغه ووئيل د ترهګرۍ ??ه ضد جنګ كښې پاكستان د 70 زره بې ګناه وګړو او د 100 اربه ډالرو قرباني وركړې۔ هغه ووئيل اروپائي ډس انفو لېب د شېطان صفت رياست هند ناوړه عزائم ټولې نړۍ ته ورمخې ته كړي ۔ هغه ووئيل د پارليمان او د كمېټيو د لارې دې د ګردې نړۍ پارليماني مشرتابه سره تماس ونيولے شي او هغوي دې د هندي شر شدت نه خبر كړے شي۔