اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي هند په پاكستان كښې د سرجيكل سټرائيك تياري كوي، د هند د سازشونو نه خبر يو، پاكستان سوله ايز هېواد دے خو د ځوا?? وركولو مكمل اهليت لري، هند كه كوم حركت وكړو نو دې سره به د افغانستان د سولې عمل متاثره شي. د جمعې په ورځ په ابوظهبي كښې خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل مونږ ته د استخبارتي ذريعو د لارې خبر راغلے چې هند په پاكستان د سرجيكل سټرائيكس ناوړه اداره لري. ده ووئيل زه په دې لړ كښې كافي معلومات لرم. هند د خپلو داخلي خرابو حالاتو او د مقبوضه جمو كشمير د ناوړه صورتحال ??خه پام ګرځولو لپاره دا ناټك كول غواړي. ده ووئيل د كورونا د نړيوال وبائي صورتحال په اړه چې په بده طريقه هند اقدامات كړي هغېدې سره د هند معيشت سخت ځپلے شوے. د هند د پالېسو په ضد ټول هند په احتجاج ??ے. اقليتونو سره د امتيازي سلوك او امتيازي قوانين په ضد په هند كښې مظاهرې كېږي. هند د دې ټول صورتحال ??خه د نړۍ پام ګرځولو لپاره د داسې اقدام اراده لري. خارجه وزير ووئيل د نومبر په 24مه نېټه مونږ نړيواله ټولنه د ډوزيئر د لارې خبره كړې چې څنګه هند په پاكستان كښې د ترهګرې سرپرستي كوي. د ډس انفولېب رپورټ ستاسو په وړاندے دے. ده ووئيل هند ته وئيل غواړم كه هند كوم داسې حركت وكړو نو پاكستان به د دغې بشپړ او د څپېړې ځواب په سوك وركوي. شاه محمود قريشي ووئيل مونږ مهم ??اي?? تختونه د دې اندېښنې ??خه خبر كړي. كه هند كوم داسې غېرذمه واره حركت وكړو نو د افغان سولې عمل پشمول د منطقې امن او استحكام ته به سخت خطرات پېښ شي. زه خپل ختيز ګاونډي ته وئيل غواړم مونږ ستاسو د ارادو نه ښه خبر يو او د داسې كوم مس اېډوېنچر به پوخ ځواب دركولے شي. ده ووئيل د ده د متحده عرب امارات دوره ډېره ګټوره وه، د متحده عرب امارات وزيراعظم سره ډېر ګټور ملاقات شوے. پاكستان او متحده عرب امارات ډېرې ژورې تاريخي د ورورولې اړيكې لري او دواړه هېوادونه د دې ودې له عزم لري. زما خپل ورور د متحده عرب امارات خارجه وزير شېخ عبدالله بن زېد سره ډېر ښه ملاقات شوے. هغه مې د منطقې امن او امان ته د ورپېښو خطرو ??خه خبر كړے. په متحده عرب امارات كښې پاكستانې ټولنې لپاره د وېزې پشمول په پېښو ستونزو خبرې شوي. مونږ د هغه دريځ هم اورېدلې او مونږ خپل وړاندېزونه هم وركړي. ?? يوې پوښتنې په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل د اسرائيل په اړه زمونږ دريځ واضحه او غېر متزلزل دے، مونږ د فلسطين مسئلې په اړه د دوه رياستي حل په دريځ ولاړ يو