اسلام آباد۔11 دسمبر(اے پی پی) د پاكستان په شمول ګرده ??ړۍ كښې د غرونو نړيواله ورځ د جمعې په ورځ ولمانځلې شوه۔ د دې ورځ مقصد ګرده ??ړۍ كښې د غرونو او دې ته د نزدې ودانيو حالت پياوړې كولو او د دغې قدرتي چاپېرچل په ځائې ساتلو له شعور بېدارول وو۔ غرونه د ګردې ??ړۍ اقتصادي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره ك??ي۔ د ګردې ??ړۍ د ځنګلي ژوند ٬ ځنګلونو او قامي پاركونو 56 فيصده برخه په غرونو كښې ده۔ دغه شان ګرده ??ړۍ كښې نزدې يو ارب خلق په غرونو كښې ژوند كوي۔ دې س??ه سره د ??ړۍ يو ارب ته نزدې خلق خوراك او د څښلو پاكو اوبو له غرونو ته اړتيا لري۔ د پوهانو وېنا ده د موسمياتي بدلون کلائمېټ چېنج تر ټولو زيات اغېز په غرئيزو سيمو څرګندېږي۔ په داسې موقع اوچو غرونو ته نزدې وداني ګرمۍ او لوږې سره مخ كېږي۔ دغسې واورې په بيړه ويلې كېدو سره دريابونو كښې د سېلاب اندېښنه وي۔ پاكستان د ښائسته غرونو لړۍ لري۔ پاكستان كښې داسې 5 د واورو دنګې څوكې شته د كومو دنګوالې چې 26 زره فټه نه زيات دے۔ د ??ړۍ دويمه دنګه څوكه کے۔ 2 او نهمه نانګا پربت ده۔ كوه هماليه د خپلو ذېلي لړو سره د ??ړۍ تر ټولو دنګه غرئيزه لړۍ ده ك??مه كښې چې د ??ړۍ تر ټولو دنګ غر ماؤنټ اېورسټ په شمول نورې دنګې څوكې موجود دي۔