لاهور۔14نومبر (اے پی پی) د مذهبي چارو او د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ وفاقي وزير مولانا پير نور الحق قادري وئيلي دي چې بادشاهي مسجد كښې منبر او محراب كنفر??س كښې د ټولو مكاتب فكر علماﺀ كرامو ګډون دا ثابت كړې ده چې منبر او محراب د يو والي فعاله لاره ده او د منبر او محراب آواز د مذهبي همغږۍ مهمه ستن ده۔ هغه ووئيل د پېغام پاكستان بيانيې خپرولو او ددې كاميابه جوړولو كښې منبر او محراب بنيادي كردار ترسره كړے دے۔ وفاقي وزير ووئيل علماﺀ كرام او خطباﺀ دے د منبر او محراب د لارې د پاك پوځ او د قومي سلا??تي?? ادارو بشپړه دفاع وكړي۔ هغه ووئيل د هېواد د ټولو علماﺀ كرامو او قام بشپړه مرسته پاك پوځ ته ترلاسه ده او ټول عمري له به وي۔ په دې لړ كښې به د دښمن كوم هم سازش كامياب نه شي۔ كنفرنس ته د جام??ه اشرفيه لاهور مهتمم مولانا حافظ فضل الرحیم اشرفی‘ د اسلامي نظرياتي كونسل چیئرمېن پروفیسر ډاکټر قبله ایاز‘ د مذهبي چارو او اوقاف ډائرېكټر ډاکټر سید طاهر رضا بخاری او نورو علماﺀ كرامو او خطيبانو خطاب وكړو۔ د كنفرنس په پايه كښې د اسلامي نړۍ سوكالۍ ٬ د هېواد سلا??تي?? ٬ د كشمير او فلس??ين آزادۍ او پاك پوځ لپاره دعا وغوښتلې شوه۔