اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنيټر ش??لي فراز د ??زا?? قائد په معامله په وسله والو ځواكونو كښې د خود ??حت??ابي د عمل ستائنه كولو سره وئيلي دي حكومت د دې پرېكړې قدر كوي، كه د سندھ پوليس په وخت اېف آئي ار درج كړے ؤ نو معامله به دومره نه پېچلې كېده، اوس دا د سندھ حكومت ذمه واري ده چې په ھغه مهال كومو پوليس افسرانو د احكاماتو نه سرغړونه كړې وه د ھغوي په ضد كا??وائي وكړي ٬ سندھ كښې هم د قانون بر لاسے پكار دے ۔ د نهې په سېنېټر ورځ شبلي فراز د وفاقي كا??ينې غونډې نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال د پاك پوځ د کورټ آف انکوائري رپورټ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل وسله وال پوځ يوه منظمه اداره ده، د ??زا?? قائد په معامله د پوځ دننه د خود ??حت??ابۍ عمل حركت كړے او د دې نه پس دوه افسران د چوكو نه اخوا كرې شوي او د دې عمل وفاقي حكومت ستائنه كوي۔ ده ووئيل دې افسرانو د اولس په فشار د سندھ آئي جي سره رابطه كړې وه٬ كه اړوند اېس اېچ او د دې معاملې زر تر زره اېف آئي آر درج كړے ؤ نو معامله به دومره نه پېچلې كېدله ۔ ده ووئيل د سندھ حكومت هم د دې معاملې انكوائري كوي، ھغه رپورټ راتلل پاتې دے خو د سندھ حكومت نه پوښتنه كوٶ چې صوبائي حكومت او د سندھ آ??ي چي د ھغه پوليس افسرانو په ضد څه كا??وائي كړې چا چې د كا?? كولو نه سرغړونه كرې وه ٬ ده ووئېل غلط ته غلط وئيل سمه خبره ده٬ په نظر راتلل پكار دي چې هر خوا ??حت??اب كېږي