اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د حضور نبی کریم صلی الله علیه وس??م په اړه د فرانس د يو ليكوال ، شاعر او سیاستمدار الفونسے ډی لمرټائن خیالات تر ټولو خوښې ګرځولو سره په ټويټر شئیر کړي۔ د زيارت په ورځ وزیراعظم عمران خان په خپل يو ټويټ كښې ووئېل د فرانس دانشور د حضور نبی کریم صلی الله علیه وس??م په اړه چې څه وئيلي هغه زما تر ټولو خوښ تحریر دے ، د فرانس مصنف حضور اکرم صلی الله علیه وس??م لويو هلو ځلو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې حضور صلی الله علیه وس??م تر ټولو عظیم شخصیت دے او د هغه سره د چا موازنه نه شي كيدے، نړۍ كښې ځينې لوئ شخصیات تير شوي كومو چې پوځ جوړ کړے ، قوانی?? ئې جوړ كړي او سلطنتونه ئې جوړ كړې خو هغوي مادی طاقت ته پام لرنه كړې٬ دغسې حضور نبی کریم صلی الله علیه وس??م نه يواځې لښكر جوړ كړے او قوانی?? ئې جوړ كړې، ریاست ئې هم جوړ كړے او كسا?? ئې هم تيار كړې ځكه حضور صلی الله علیه وس??م د خپل وخت د نړۍ په زياته برخه د ګڼو انسانو په ژوند كښې بدلون راوستلے او د هغوي د ژوند مقصد بدل شوے، د هغوي معبود، د هغوي د عبادت ځايونه او عقيدې او افكار بدل شوي