د دوه اړخيزو اړيکو او سيمه ييز صورتحال په شمول د شريكې خوښې په نورو ??ارو د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد۔7اکتوبر(اے پی پی) ?? بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قريشي د شورؤ په ورځ خپل ترکي سيال مېلمشتو اولو سره تيلفوني خبرې وكړې كومو كښې چې دوئي د دوه اړخيزو اړيکو او سيمه ييز صورتحال په شمول د شريكې خوښې په نورو ??ارو د خيالاتو څرګندو??ه وكړه۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل چې د مهمو سيمه ييزو او نړيوالو چارو حوالې سره د پاكستان او ت??كيه په دريځ كښې مماثلت خوشبينه دے۔ ?? بهرنیو چارو وزیر د كشمير مسئلې په اړه د تركيه لخوا د دوامداره او ښكاره دريځ په خپلولو د تركيه خارجه وزير من??ه وكړه۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په 75 مه ??ونډه كښې چې څرنګه ترك صدر طيب اردګان په بې وسلې كشميري اولس د روان ظلم او زياتي به ضد غږ پورته كړې دې سره د كشميري اولس حوصلې لوړې شوي دي۔ پاكستان د افغان امن عمل په شمول منطقه كښې امن په ځائې كولو له د خپل كردار ترسره كولو عزم لري۔ ترك خارجه وزير ميولت چاوش اولو افغانستان كښې امن په ځائې كولو له د هڅو په شمول د منطقې امن او استحكام له د پاكستان د كردار ستائ??ه وكړه۔ دواړه خارجه وزيران دې ته صلا شول چې په سيمه ??يزو او د شريكې خوښی په چارو به مشاورتي لړۍ روانه ساتلې شي۔ خارجه وزير خپل تركي همڅنګ ته د پاكستان دورې كولو بل??ه وركړه۔