اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي چې د ميډيا مننه كوٶ چا چې په عزم زمونږ دوه كلنه كار??رد??ي اورېدلې او د وفاقي وزيرانو لخوا د وړاندې كړې كار??رد??ۍ ئې كورېج كړے۔ ده ووئيل مونږ دا هڅې كولې چې د كابينې ټول غړي دلته وړاندې شي او د خپلو وزارتونو كار??رد??ي څخه ميډيا خبر كړي٬ د اوږد نشست له امله د خبريالانو د پوښتنو ځوابونه هم وركړے شول او تشنګي پاتې شوه كومې لپاره چې به يو مېكنزم او ټائم شېډول جاري كوٶ دغسې د اړوندو وزارتونو بېټ خبريالان اړوندو وزيرانو څخه ځوابونه غوښتلے شي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د حكومت د دوه كلنې كار??رد??ۍ پھ اړه نورو وزيرانو سره يوځاې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړی۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان دا وژن لري اولسي نمائندګان دې د ټولو اقداماتو نه اولس خامخا خبر شاتي او د دې هلو ځلو كولو مقصد هم دا ٶ او هم دا د جمهوري حكومت ذمه واري هم ده ۔ ده ووئېل وزيراعظم عمران خان د نوي كل د سباٶن امين دے، مفاد پرستي او د اقرباء پرورۍ سياست په اخري سلګو دے چې غږ ئې د مخالفې ډلې د اوسنيو خبري كنفرنسونو او بيانونو نه هم راخيژي۔ وفاقي وزير ووئيل په دوه كالو كښې خو هېواد بدلولے نشو خو كوټلو ګامونو پورته كولو سره بهترۍ پلو روان يو، د پاكستان تحريك انصاف حكومت چې به كله پنځه كاله ترسره كړي نو په باور سره وئيلې شم چې هېواد به بدل شوے وي، مع??شي حالات به ښه وي او د ھغې خواږه به تر اولس منتقل كېږي۔ ده ووئيل د كووېډ-19 بحران باوجود د خوراك څښاك څيزونو كښې كمي سر پورته نه كړو ، ذخيره اندوزي او د څيزونو بيعه زيا??ه شوې ضرور ده خو بېعه كمولو سره اولس ته ريليف وركول زمونږ ذمه واري ده ،په كوويډ 19 كښې د كاميابۍ نه پس اوس ښې ورځې پېل شوي ۔ده ووئېل تجارت وده كوي او مع??شي اشاريئ بهترۍ پلو روانې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د ميډيا خراب صورتحال د هېواد د مع??شي صورتحال له امله دے، د نجي څانګې اشتهاراتو سره سره سركاري اشتهاراتو كښې هم كمے راغلے خو اوس اقتصادي ستونزې تېرې شوي او ښه وخت راتلونكے دے او تاسو ته باور دركوم چې څنګه برآمدات زياتېږي، دغسې به موقعې هم زياتېږي۔ ده ووئيل د ميډيا هاٶسز 80 فيصده واجبات ادا كړې شوي، مونږ دا خواهش لرو چې ميډيا دغسې خپل ذمه وار كردار لوبوي۔ ده ووئيل تر څٶ چې د كابينې د ځينې غړو د بدلېدو س??ال دے ، زمونږ د ډلې يو كپتان دے، كپتان چې كوم ځائ يو لوبغاړے لوبول غٶاړي دا د ھغه حق وي چې ھغه په ھغې كښې ردو بدل وكړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په ماضي كښئ تجارت لپاره د قائمه كمېټۍ چيئرمېن پاتې شوے يم، ستراتېژك ټريد پاليسي فريم ورك (اېس ټي پي اېف) قائمه كمېټۍ ته راغلې وه خو د ھغې نه پس په ھغې هېڅ كاروائي ونه شوه ، اوس دا پاليسي وزيراعظم ته لېږلې شوې۔ د اطلاعات وزير ووئيل د كوويډ 19 بحران راغلے او د دې د ګردې نړۍ معيشت تهس نهس كړے خو مونږ خپلې موثره لائحې سره همت ونه بېللو او د نړۍ په مقابل كښې مو خپلې مع??شي هلې ځلې جاري وساتلې ۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د هلو ځلو محور تل كمزورې طبقې وې او په دې سخت وخت كښې ئې هم د يهاړمارو او خواركښو د ستونز احساس كولو سره د سمارټ لاك ډاٶن پاليسي اختيار كړې ٬ د تعميرات څانګې ودې لپاره ګامونه پورته كړې شوي ٬ دغسې چې ديهاړي مار او خواري كښ بې روزګاره نه شي٬ ده ووئيل مع??شي هلو ځلو سره د روزګار موقعې رامخئ ته كېږي ٬ مونږ ادارې نوې تق??ضو سره سموو۔ وفاقي وزير ووئيل نوكرۍ وركول ښه كار در خو نوكرۍ خرڅول نه، د ماضي واكمنو ملازمتونه خرڅ كړي چې په سوب ئې ادارې تباه شوې او په دې لړ كښې ٬ د راډيو او پي ټي وي مثال د ټولو په وړاندې دے۔ده ووئېل مع??شي هلې ځلې پېل شوي ، د روزګار موقعې به هم راپېدا شي ، ميډيا ته چې كله اشتهارات ترلاسه شي نو اميد لرو چې د دې خواږه به ميډيا ورركز ته هم ورسي، مونږ د ميډيا صنعت 80 فيصده واجبات ادا كړې ۔د يوې پوښتنې په ځواب د اطلاعات وزير ووئيل ډيجيټل ميډيا سره سره د سائبر كرائمز بل نفاذ لپاره هم اقدامات كوٶ۔ ده ووئيل تېر حكومت په مصنوعي توګه د ډالر بيعه قابو ساتلې وه او د دې په مد ئې شپږ اربه ډالر خرڅ كړې