لاهور ۔7 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې د ګورننس ښه والې د هېواد پرمختګ له ضروري دے۔ راتلونكو نسلونو له به مونږ له د هېواد نظام سمول وي۔ د كرپشن هېڅ ګنجائش نشته۔ تھانه ك??چر دے بدل كړے شي۔ په محكمو ??ښې دې د جزاﺀ او سزا نظام معارفي كړې شي۔ د سياسي فشار نه لرې يوازې په مېرټ دے كار وكړے شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د پنجاب سول چارواكو په شمول د انتظامي څانګو سېكترانو ٬ كمشنرانو ٬ دوهم كمشنرانو او ريجنل پوليس چارواكو ته د وېډيو لنك د لارې خطاب ??ښې وكړه۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل پاكستان سخت معاشي صورتحال سره مخ پاتے شوے دے۔ په معيشت د قرضو زيات بوج پاتې شوے چې له امله ئې د زده كړو ٬ روغتيا او پرمختيائي منصوبو لپاره د مطلوبه وسائلو كمې سره مخ پاتې شوې يؤ۔ ده ووئيل كرپشن هم معيشت ته لوئ?? زيان رسولے دے۔ له دې كبله زمونږ حكومت د كرپشن په ضد جهاد پېل كړو۔ د 60 په لسيزه ??ښې به د پاكستان د پرمختګ مثالونه وركولې شول۔ كرپشن ټول عمري د پورته او ايليټ ډلې نه پېل كېږي۔ وزيراعظم ووئيل دا هېواد زمونږ دے او زمونږ او ژوند او مرګ دلته دے۔ مونږ له به خپلو راتلونكو نسلونو له دا هېواد سمول وي۔ ده ووئيل دا مهال هېواد ??ښې معاشي پرمختګ له تر ټولو مهم سېكټر د تعميرات دے۔ دې سره به د روزګار موقعې رامخې ته شي۔ ده هيله ولرله چې تاسو به خپل خپل دائره كار ??ښې د تعميرات سېكټر ته وده وركولو له خپل مهم كردار ترسره كړۍ۔ تاسو بايد اولسي خذمت خپل شعار جوړ كړۍ۔ ده ووئيل د مدينې رياست كښی د قانون سرلوړي ٬ د كمزورې طبقې تحفظ او د تعليم وده وه۔ په دې زرينو اصولو عمل كولو سره مونږ پرمختګ كولے شؤ۔ ددې مقصد ترلاسه ك??لو له د چارواكو كردار ډېر مهم دے۔ ده د كورونا وائرس وباﺀ په مهال د ګامونو په پورته ك??لو د پنجاب انتظاميې ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده وئيل په تاسو به هېڅ قسم فشار نه وي۔ په مېرټ كار كوۍ او زه هر ه??ه افسر سره يم