اسلام آباد 21 مئی (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقی وزیر اعجاز احمد شاه وئيلي دي وزیراعظم عمران خان د هيواد معیشت او د كمزورې طبقې خيال ساتلو لپاره لاك ډاوَن كښې نرمي كړې، لاك ډاوَن كښې د نرمۍ كولو دا مطلب هرګز نه دے چې هيواد كښې د كورونا وائرس ختم شوے ، د كورونا وائرس تر ختميدو به په احتیاطی ت??ابیر او په حكومتی هدایات عملدرآمد كول وي۔ د كورنيو چارو وزارت د اړخه د زيارت په ورځ جاري بيان له مخې ?? قام په نامه خپل پیغام كښې وفاقی وزیر وئيلي دي كورونا وائرس ټوله نړۍ كښې خپور شوے او په پاكستان كښې هم د كورونا وائرس له امله تر اوسه 980 كسان مړه شوي ، په داسې حالاتو كښې ضروری ده چې مونږ د كورونا وائرس څخه بچ كيدو لپاره په احتیاطی ت??ابیر او په حكومتی هدایات عملدرآمد وكړو۔ ده ووئيل مونږ له به د آختر خوشحالۍ لمانځلو سره هم په احتیاطی ت??ابیر په سختۍ سره عملدرآمد كول وي، يواځې په هغه صورت مونږ د كورونا وائرس څخه محفوظ پاتې كيدې شو او نورې اخترې هم لي??لې شوو كله چې مونږ په احتياطي تدابير عمل وكړو۔ وفاقی وزیر ووئي?? كه مونږ په احتیاطی ت??ابیر عمل اونه كړو نو د يو ناوړه صورتحال سره مخ كيدې شو