اسلام آباد ۔ 9 مئی (اے پی پی) د و??يراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال سید ذوالفقار بخاری امريكا كښې مېشته پاكستاني كميونټي ته خوشخبري وركولو سره وئيلي دي د و??يراعظم عمران خان په هدايت امريكا څخه د نېغ په نېغه فلائټس شېډول ترتيب كړې شوې دې۔ ده د سماجي رابطې په وېب سائټ ټويټر خپل يو ټويټ ك??ې امريكا نه پاكستان لپاره راروانې اونۍ خخه د فلائټس شېډول شيئر كولو سره په دې ګام پاکستان انټرنېشنل ایئر لائن (پی آئی اے) ته مباركي وركړې ده۔ امریکا څخه پاكستان لپاره 4 پروازونه شېډول دي كومو كښې چې په 11 مئي واشنګټن څخه اس??ام آباد لپاره د پی آئی اے، په 12 مئی واشنګټن څخه لاهور لپاره چارټرډ فلائټ ، په 14 مئی واشنګټن څخه کراچۍ لپاره د پی آئی اے ??و په 18 مئی نیویارک څخه لاهور لپاره د پي آئي اے فلائټ شامل دے