اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) نېشنل کمانډ اينډ آپرېشنز سنټر (اېن سي او سي) هېواد كښې د ملخانو خطر مخ نيوي په اړه د كوټلو ګامونو پورته كو??و لپاره د بېن الصوبائي رابطې او همكارۍ د لا??ې د خاص فورم جوړولو په حاجت زور راوړے ۔ د اېن سي او سي غونډه د جمعې په ورځ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې وشوه۔ په دې موقع اسد عمر و??ئيل د اېن سي او سي په طرز يو داسې فورم جوړولو ته حاجت دے چرته چې ګرد هېواد كښئ د ملخانو خطر مخ نيوي لپاره د اړوندو شراكتدارو ??رم??نځه د معلوماتو او وسائلو تبادله وكړي ۔ په غونډه كښې د نېشنل فوډ سېكورټي اېنډ ريسرچ وفاقي وزير فخر امام د خپل وزارت لخوا د ملخانو مسئلې په ضد د مهمو شركتدارو سره د شوو رابطو نه غونده خبر كړه۔ ده ووئيل هېواد كښې زرعي فصلونه د ملخانو د زيان نه بچ كو??و لپاره ترلاسه ټول ممكنه وسائل به پكار راوستلې شي۔ ده په دې كړ كښې د چين لخوا د پاكستان د تكنيكي معاونت په اړه هم اېن سي او سي خبر كړه۔ وفاقي وزير اسد عمر د ملخانو خطر مخ نيوي لپاره د ټولو ترلاسه وسائلو پكار راوستلو په ضرورت زور رواړو۔ ده ووئيل په دې لړ كښې ټرېكنګ، سپرېنګ اېنډ ايليمينيشن غوندې عواملو سره كوتلې تږ لا??ه دې وضع كړې شي۔ په غونډه كښې د وېډيو لنك د لا??ې ګډون كوٶنكو صوبائي وزيرانو د كركيلې پحقله خپلې رائې وړاندې كولو سره ووئيل د ملخانو خپرېدو لا??ه نيو??و لپاره د ابتدائي ځائي څخه په دې قابو موند??و لپاره اقدامات پكار دي۔ په غونډه كښې د نېشنل هېلت سروسز لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا او د وزيراعظم كرونا لپاره فوکل پرسن فېصل سلطان هېواد كښې د كرونا وائرس په مجموعي صورتحال بريفنګ وركړو۔ د اېن سي او سي قامي کوآرډنيټر لېفټېننټ جنرل حمود الزمان، د هوا بازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان، قامي سلامتيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر معيد يوسف او نورو لوړ پورو په غونډه كښې ګډون كولو