اسلام آباد ۔ 19 اپریل (اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر د کورونا ??ائرس په اړه تازه شمېره جاري كړې دي۔ د اتوار په ورځ د جاري كړې شويو شمېرو له مخې هېواد كښې د مصدقه كېسونو شمېره 7993 ته رسېدلې ده۔ د كورونا ??ائرس اېکټو کېسز شمېره 5966 ده۔ د تېرو 24 ساعتونو په مهال 514 نوې كېسونه راپور شول۔ پنجاب كښې د كورونا ??ائرس کېسونو شمېره تر ټولو زياته 3649 ده۔ سندھ كښې 2355 ،خېبر پختونخوا كښې 1137 او اسلام آباد 171 كېسونه راپور شوي دي۔ بلوچستان كښې 376 او ګلګت بلتستان كښې 257 کېسونه رامخې ته شوي دي۔ آزاد کشمیر كښې د کورونا ??ائرس کېسونو شمېره 48 ته رسېدلې ده۔ په مجموعي توګه 37 فیصده کېسونه بهر هېوادونو څخه راغلي دي او د 63 فيصده كېسونو خپرېدل په ??ائي كچه شوي دي۔ ګرد هېواد كښې تر دې دمه 1868 رنځوران ښه شوي دي او ددې وباﺀ دلاسه 159 كسان مړه شوي دي۔ په تېرو 24 ساعتونو كښې 16 كسان مړه شوي دي۔ سندھ كښې 48، پنجاب كښې 41، کے پی کے كښې 60 ٬ ګلګت بلتستان كښې 3 ٬ بلوچستان كښې 5 كسان او وفاقی پلازمينه اسلام آباد كښې 2 كسان په حق رسېدلې دي۔ تر دې دمه د 98 زره 522 كسانو ټېسټ شوې دې۔ په تېرو 24 ساعتونو كښې كورونا ??ائرس لپاره د 7847 وګړو ټېسټونه وكړې شول۔ د ګرد هېواد په 590 روغتونونو كښې آئسولېشن وارډز كښې 2160 رنځوران درملنو له بستر دي۔ بلخوا هېواد كښې د كورونا ??ائرس د 47 رنځوران حالت د اندېښنې وړ دے۔