اسلام آباد 20 مارچ (اے پي پي) د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ د برآمد كوٶنكو پلاوي سره د جمعې په ورځ ليدلي دي ۔ په دې موقع خزانې لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر عبدالحفيظ شېخ د برآمد كوٶنكو د مسئلو حل له ب??ور د وركولو سره وئيلي دي حكومت د ري پېمنټس په مد كښې د برآمد كوٶنكو روپۍ يو ورځ لپاره ځان سره د ساتلو خواهش نه لري او ??ه څه داسې پاليسي شته٬ د برآمد كوٶنكو د مسئلو حل او دوي ته ډرا بېك او د جي اېس ټي زر ريفنډ كولو لپاره به حكومتي هلې ځلې دوامداره ساتلې شي۔ په دې موقع د کرونا وائرس وباء، دې څخه په نړيوالو معيشتونو او د پاكستان په ب??آمدي صنعتونو د پر??وت??نكو ممكنه آثراتو تفصيلي جاج اخستې ۔ په دې موقع د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داٶد او ادارو كښې د اصلاحات سلاحكار ډاکټر عشرت حسېن هم موجود ٶ۔ د دې نه وړ??ندې ډاکټر عبدالحفيظ شيېخ ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول د كرونا وائرس له امله نړيوال معيشتونه د كساد بازارۍ سره مخ دي چې ورسره د پاكستان برآمدات په خاص توګه د اپرېل برآمدي آرډرز كښې كمې راغلې ٬ پلاوي ووئيل په جنورۍ او فرورۍ كښې برآمدات زيات شوي خو په راتلونكو مياشتو كښې به ب??آمد صنعتونه سېټ بېك سره مخ كېږي۔ پلاوي ډاکټر عبدالحفيظ شېخ ته ووئيل په ب??ران كښې په اجرت كار كوٶنكي ملازمان به نه فارغوٶ