اسلام آباد ۔ 23 جنوری (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي سپېځلتيا او احتساب ته موجوده حكومت پام لرنه كوي چې مقصد ئې هېواد كښې ښه ډول حكمراني باوري كول دي۔ په دې ل?? كښې د آډټنګ او اکاؤنټنګ په نظام كښې نوې ټېكنالوجي او نړۍ كښې مروجه غوره تګلاره خپلول پكار دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د آډيټر جنرل آف پاكستان لخوا د يو پرېزنټېشن مشري كولو په مهال و??ړه۔ آډیټر جنرل جاوید جهانګیر هم په دې موقعه موجود ؤ۔ اولس مشر ووئيل په آډټ راپورونو كښې په رامخې ته شوو شكايتونو او بې قاعدګو د موثرې كارروائۍ د لا??ې د بدعنوانۍ لعنت ختمېدې شي۔ ده ووئيل په دې ل?? كښې به پخوانې نظام نوؤ تګلارو او نوې ټېكنالوجيۍ سره بدلول و??۔ ده هيله ولرله چې د قامي خزانې په انصاف كارولو او د بې قاعدګو مخنيوي له به په نړيواله كچه مروجه تګلارې كارولې شي۔ ده ووئيل د منصوبو په وخت ترسره كولو له دې موده وټاكلې شي او تندۍ سره دې عملدرآمد پرې وكړې شي۔ اولس مشر ووئيل د باقاعده تريبې د لا??ې د انساني سرمايې استعداد زياتولو ته اړتيا ده۔ په دې مهال آډیټر جنرل اولس مشر د آډیټر جنرل آف پا??ست??ن محکمې كاركردكۍ ښه كولو ٬ مېرټ ٬ سپېځلتيا او احتساب باوري كولو له د پورته كړو ګامونو څخه خبر كړو