اسلام آباد ۔ 25 نومبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ د بشري حقونو قائمه كمېټۍ غ??ې ډاكټر مهرين رزا?? وئيلي دي په مېرمنو د هر ډول تشدد په ضد يو موټې يؤ۔ په دې ??ړه د هر يو كمپائن ملاتړ كوؤ۔ په مېرمنو او كم عمره ا??جونو ظلم او تشدد په هېڅ ډول د قبلولو نه دې۔ مونږ به د خپلو مېندو او خوېندو تحفظ په معامله ټول عمري له ا??لني صف كښې يؤ۔ ددې خيالاتو څرګندونه دې په مېرمنو د تشدد ختمولو نړيوالې ورځې په مهال پېغام كښې وكړه۔ دې ووئيل پيپلز ګوند ټول عمري داسې قانون سازي كړې چې ورسره مېرمنو ته تحفظ ترلاسه شوې۔ دې ووئيل پیپلز ګوند د اولس په مرسته يوه مېرمنه وزيراعظمه وټاكله ا?? مېرمنې ئې د سپيكر ٬ وزيرانو ٬ جج او پوليس افسر په حېث غوره كړې۔ دې ووئيل وزیراعظمې شهید محترمې بېنظیر بھټو فرسټ وېمن بنک او مېرمنو لپاره بېلې پوليس سټېشنې جوړې كړې